د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اور لګیدلو پیښه کې یو وژل شوی او اوه ټپیان شوي


د اباسین ځدران په مارکیټ کې اور نن له غرمې وړاندې ولګیده چې له امله یې ددغه مارکیټ ډیر دکانونه سوزیدلي دي.
د اباسین ځدران په مارکیټ کې اور نن له غرمې وړاندې ولګیده چې له امله یې ددغه مارکیټ ډیر دکانونه سوزیدلي دي.

امنیتي چارواکي وایي، د کابل په لودیځ کې د میرویس میدان ( کوټه سنګي) په سیمه کې په یو مارکیټ کې نن له غرمې وړاندې لګیدلی اور وژل شوی، خو په دغه پیښه کې یو تن وژل شوی او اوه نورټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې د اور د لګیدلو په پیښه کې یو تن وژل شوی او اوه نورټپیان شوي دي.

نن له غرمې وړاندې په ۱۰:۴۰ دقیقو د کابل ښار په لودیځه خوا کې د میرویس میدان ( کوټه سنګي) په سیمه کې د یو مارکیټ په وروستي پوړ کې اورلګدلی چې له امله یې د مارکیټ یوه برخه سوزیدلې ده

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې دا اور د اباسین ځدران د مارکیټ په اوم پوړ کې لګیدلی چې د پولیسو په وینا تراوسه په کې د سر زیان په باب رپوټ نه دی ورکړل شوی.

خو د اور د پراختیا او شدت له امله پولیس په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې احتمالات نه ردوي او وایي، په دې هکله به د اور د وژلو وروسته رسنیو سره معلومات شریک شي.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال خیرالله رسولي وایي چې د اور لګیدلو سره سم د اور لمبو د ودانۍ لاندې پوړ ته لاره وموندله، چې د اور د وژلو لپاره یې د اطفائیې د مامورینو هڅې د ستونزو سره مخ کړې.

زمونږ خبریال وایي، د اور د لګیدو سره سم ددغه مارکیټ څخه دکانداران ځکه بهر راووتل چې هغوې دا ګڼله چې ګوندې یو ځانمرګی بریدکوونکی مارکیټ ته ننوتی دی.

دا مارکیت د میرویس میدان په سیمه کې تر ټولو جګ مارکیټ دی چې په کې جامې او د کور د اړتیا وړ شیان پلورل کیږي.

د کابل په ښار کې د اور د لګیدلو دا لومړۍ پیښه نه ده، څو میاشتې وړاندې هم د دغه ښار په مرکزي برخه کې په یو سرای کې د اور د لګیدلو له امله دکاندرانو ته ډیر اقتصادي زیان رسیدلی وو.

XS
SM
MD
LG