د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د کډوالو د راتګ مخه مو نه ده نیولې


د امریکا د کورني امنیت وزیر الوهاندرو مېیورکس
د امریکا د کورني امنیت وزیر الوهاندرو مېیورکس

د امریکا د کورني امنیت وزیر الوهاندرو مېیورکس هغه ګنګوسې رد کړي چې ګواکې دغه هېواد د پناه غوښتونکو د منلو بهیر درولی دی، خو ټینګار یې کړی چې امریکا ته د راتګ قانوني لارې شته او د ناقانونه مهاجرتونو څخه باید ډډه وشي.

مېیورکس د اې بي سي ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د امریکا په جنوبي سرحد د کډوالو په اوښتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه وویل: "موږ زرګونه خلک چې په جنوبي سرحد باندې اوښتي وو، ایستلي دي. موږ اوس د امریکا د قانون د اتمې مادې له مخې، د کډوالۍ دودیز واکونه عملي کوو."

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د مۍ په ۱۱مه د ۴۲ ټایټل په نوم د کډوالو اړوند یوه تګلاره ختمه کړه چې د کرونا وبا په وخت عملي کېدله او له مخې یې د هغو کډوالو امریکا ته د ننوتلو مخنیوی کېده چې عامې روغتیا ته خطر ګڼل کېدل.

مېیروکس ټینګار کړی چې د جو بایډن په جمهوري ریاست کې په بې سارې توګه له قانوني لارو امریکا ته د راتګ زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل: "زموږ اصول دا وایي چې یو کس دې باید قانوني لارې تعقیب کړي چې موږ هغوی ته پرانیستې ایښې دي. که داسې یې کړې نه وي نو هغوی دې باید په هغو هېوادونو کې پناه واخلي له کومو چې راغلي دي او امریکا ته د اوښتو مخه یې نیول شوې ده."

نوموړی وايي، که پدې دواړو کې یې یوه هم نه وي شوې، پر پناه غوښتنې بندیز نشته بلکې د منلو لپاره یې یو لړ اضاقي اسنادو ته اړتیا شته چې پوره یي کړي.

دا چې نوي مقررات به امریکا ته د غېرقانوني کډوالو د راتګ مخه نیسي یا نه، په کانکرس کې د ټکساس ایالت جمهوري غوښتونکی استازی مایکل مککال یې په اړه ډاډه نه دی.

هغه وايي: "زه فکر کوم چې د کډوالو کتارونه زیاتېږي او غواړي چې زموږ خاورې ته دننه شي. د بېلګې په توګه زما د خپل ایالت والي په سرحد کې د کډوالو د مخنیوي لپاره د ټکساس ملي ګارد او د کورني امنیت د وزارت سرحدي ځواکونه ځای پرځای کړي دي."

ښاغلی مککال وايي، حقیقت دادی چې تېر دوه نیم کاله بل څه ښکاره کوي او هغه دا چې پنځه مېلیونه خلک په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته رااوښتي دي.

په کالیفورنیا کې د سن فرانسیسکو پوهنتون د حقوقو استاده بلېن بوکي وایي چې اکثره کډوال پخپلو هېوادونو کې له تاوریخوالي او جرمونو تښتي. نوموړې وايي: "موږ د تاوتریخوالي د زیاتېدو لوړه کچه وینو او په همدې دلیل خلک مهاجرت ته دوام ورکوي څو په یوه هېواد کې ځانونه خوندي کړي او په ډېرو مواردو کې دوی له خپلو کورنیو سره یو ځای کېږي."

شنونکی پېټر مارګولیس پدې باور دی چې کیدای شي د بایډن د ادارې لخوا د پناه غوښتونکو دپاره د نویو قانوني لارو رامنځته کېدل امریکا ته د غیرقانوني مهاجرو راتګ کم کړي، خو هغه وايي چې که د ستونزو رېښو ته پام ونشي نو ښایي دا مقررات ګټور نه وي.

مارګولیس زیاتوي:"د کډوالو په اصلي ټاتوبيو کې باید فکټورنو ته وکتل شي، د بېلګې په توګه په مرکزي امریکا، ګواتیمالا، هوندوراس او اېلسلوادور کې چې ولې خلک خپل هېوادونه پرېږدي. پدې کې اقتصادي، اقلیمي، او له تاوتریخوالي د خطر فکټورونه شامل دي."

امریکا ته د غیرقانوني ننوتلو په صورت کې کډوال د زندان او امریکا ته د راتګ د پنځه کلن بندیز له خطر سره مخامخ دي خو بیا هم امریکایي چارواکي اټکل کوي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي د غیرقانوني کډوالو شمېر زیات شي.

XS
SM
MD
LG