د لاس رسي وړ اتصالات

مکارتي: د عسکرو د ایستلو په هکله دبایډن پریکړه تر ټولو ناوړ بهرنۍ پالیسي ده


د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مکارتي
د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مکارتي

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حکومت د سقوط په هکله د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د وینا نه یوازې څو ساعته وروسته د کانګریس جمهوري غوښتونکو غړیو په ښاغلي بایډن سخت انتقادونه کړي.

د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مکارتي د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړهد " لسیزو تر ټولو ناوړه بهرني پالیسي" وبلله او زیاته یې کړه چېپدې وینا کې د عکسرو د ایستلو د "ناوړه پریکړې" په هکله هیڅ یوې پوښتنې ته ځواب ونه ویل شو.

ښاغلي مکارتي د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د عسکرو د ایستلو پریکړې په نړۍ کې د ترهګرۍ ګواښ لوړ کړ او د زرګونو امریکایي عکسرو ژوند یې د خطر سره مخ کړ.

دې جګپوړي جمهوري غوښتونکي غړي همدرانګه ویلي چې بایډن باید داسې "ټینګ پلان جوړ کړي چې د افغانستان نه ټول امریکایي اتباع په سمدستي او خوندي توګه راوباسي، ترهګر چې په هر ځای کې پټ وي، هدف یې وګرځوي او زمونږ سرحد خوندي کاندي."

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حکومت ړنګیدو ته په اشارې، کیون مکارتي ویلي چې د جمهور رئیس بایډن د "کمزوري قضاوت" له کبله په افغانستان کې تر ټولو ناوړه نتیجه تر لاسه شوه او زیاته یې کړه چې "هغه (جمهور رئیس بایډن) په اوږد مهال کې د امریکا اعتبار او وړتیا زیانمن کړل. "

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په خپلې لومړۍ وینا کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د اېستلو د پرېکړې ننګه وکړه.

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې وویل چې دوه انتخابونه یې لرل: یا به یې د ښاغلي ټرمپ په تړون عمل کاوه او یا به یې په پسرلي کې د جګړې بل فصل ته چمتوالی نیوه چې ورسره جګړه نوره هم زیاتېدله

بریتانیا وویل چې د طالبانو واکمني د نړیوالې ټولنې ماتې ده او جرمني وايي چې دا پرېکړه په امریکا کې دننه د داخلي سیاست له کبله وشوه.

خو ښاغلي بایډن وویل چې ټول انتقادونه مني خو نغواړي چې دا جګړه د امریکا بل ولسمشر ته په میراث پریږدي.

XS
SM
MD
LG