د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښوونکو استخدام کې لوی فساد کیږي- راپور


د (میک) د رپوټ له مخې، په افغانستان کې ښونځیو ته د ښوونکو د استخدام په پروسه کې پراخ فساد شتون لري.
د (میک) د رپوټ له مخې، په افغانستان کې ښونځیو ته د ښوونکو د استخدام په پروسه کې پراخ فساد شتون لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت په اړه د ادارِي فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمیټې (MEC) یو تازه رپوټ ښيي، چې په دغه وزارت کې د ښوونکو د استخدام پروسه په پراخه کچه فاسده ده او ښوونکي د بډو، واسطو او خپلوۍ پر بنسټ ګومارل کیږي.

دغې کمیټې په پوهنې وزارت کې د فساد د ۳۶ ډولونو ارزونه کړې، چې تر ټولو زیات فساد، ښونځیو ته د ښوونکو د استخدام په پروسې کې ښودل شوی دی.

د (میک) په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان په پوهنې وزارت کې د فساد موجودیت، په ښونځیو کې د ښوونکو د روزنې له مرکزونو څخه د شاوخوا ۷۵ فیصده فارغانو د استخدام مخه نیولې ده.

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي "د هیواد په کچه ښوونکي د وړتیا پر ځای د اغیز، خپلوۍ پالنې یا نیپوټیزم او بډو پر بنسټ ګومارل کیږي. د ښوونکو لویه برخه، چې د ښوونکو د روزنې مرکزونو شاخوا ۷۵ سلنه فارغان هم پکې راځي، تر ډیره د ادراي فساد له امله د دندو په ترلاسه کولو نه توانیږي".

یادې کمیټې د ښوونکو د آزموینې په بهیر کې د شفافیت نشتوالی، د ښوونکي د دندې ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکول، د ګمارنې فاسد پروسیجرونه، د ښوونکو له لوري د تقاعد د دورې د تمدید لپاره پیسې ورکول او جنسیتي تبعیض د افغانستان د پوهنې وزارت د استخدام په پروسه کې د فساد عمده برخې ښودلې دي.

دغه راز د (میک) په رپوټ کې، د کتابونو د ویشلو پروسه، په نقدي توګه د ښوونکو د معاشونو ویشل، د تدارکاتو پروسه، د ښونځیو په شمیر کې توپیر، د ښونځیو د تفتیش ټیټ کیفیت او د ښوونيز نصاب د حجم لویوالی نورې هغه برخې یادې کړې دي، چې په کې پراخ فساد شتون لري او یا هم د اداري فساد تر ګواښ لاندې دي.

دغې کمیټې ویلي، د افغانستان د پوهنې د تشکیلاتو پراختیا د کنټرول وړ نه ده او له همدې امله په کې پراخ فساد شتون لري.

د ادارِي فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمیټې، د افغانستان په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره افغان حکومت او د پوهنې وزارت ته ۶۶ وړاندیزونه کړي دي.

د ښوونکو د استخدام په پروسه کې د خلکو پراخ ګډون، د پوهنې د سیستم له کیفیت څخه د څارنې لپاره د خپلواکو ادارو جوړول، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو او د ښوونیز نصاب کمول، د قانون حاکمیت او لویې څارنوالۍ ته د فساد د قضیو استول، د دغې کمیټې عمده وړاندیزونه دي.

د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي په دغه وزارت کې د فساد موجودیت تائيدوي او وايي، چې اوس هم په افغانستان کې د ښوونکو د استخدام په پروسه کې مداخلې کیږي.

ښاغلي بلخي چې د پنجشنبې په ورځ یې د (میک) د رپوټ په غبرګون په یوې غونډه کې وینا کوله وویل، که څه هم دغې کمیټې د پوهنې وزارت له یوې کوچنۍ برخې سره د نمونې په توګه خبرې کړي او دا رپوټ یې برابر کړی، خو د پوهنې وزارت به د یادې کمیټې هغو وړاندیزونو ته په خپلو پالیسو کې ځای ورکړي، چې د عملي کیدو وړ دي.

خو ښاغلي بلخي وویل "ځینې وړاندیزونه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې عملي بڼه نه لري، د مثال په توګه دلته ویل شوي، چې د ښوونکو د استخدام صلاحیت دې په هغو ځایونو کې چې ښوونځي په کې دي، ټولنیزو بنسټونو یا مدني ټولنې ته وسپارل شي، دا د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د تطبیق وړ نه دي".

د پوهنې وزیر زیاته کړه، په راتلونکې اونۍ کې به د دغه وزارت د ۹ زره بستونو لپاره د آزموینې اعلان وشي او د اداري اصلاحاتو د کمیسیون په همکارۍ به هغه کسان چې وړتیا لري د یوې شفافې پروسې له لارې د پوهنې وزارت ته جذب شي.

XS
SM
MD
LG