د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان پولیسو په لسگونو افغان پناه غوښتونکو بار لارۍ نیولې


په یونان کې مهاجر - عکس ارشیف
په یونان کې مهاجر - عکس ارشیف

یوناني مقامات وایي ۴١ تنه یې په یوې لارۍ موټر کې موندلي چې په غیرقانوني توگه د یونان په ختیځ کې د زانتي ښار ته لېږدول کېدل.

پولیسو ویلي چې ددغو مهاجرو له ډلې څخه ٣٩ تنه یې افغانان وو او دوه تنه نور یې د ایران او سوریې اوسیدونکي وو.

دغه موټر چې په ظاهره له ترکیې نه یونان ته تللی و د پولیسو له لورې درول شوی دی. د پولیسو په وینا لږ تر لږه ددغه موټر شپږ سپرلۍ کمره عمره پناه غوښتونکي دي.

مقاماتو ویلي چې ددغو پناه غوښتونکو له ډلې نه اته تنه یې د تنفسي ستونزو له کبله روغتون ته انتقال شوي دي او نور یې روغتیایي مشکلات نلري.

ددغه موټر چلونکی چې ۴۰کلن دی او د رپوټ له مخې د گرجستان اوسیدونکی دی، د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

په ٢٠١٥-٢٠١٦ کلونو کې کله چې څه دپاسه یو میلیون مهاجر اروپا ته ننوتل اکثریت یې د افغانستان، سوریې او عراق د هیوادونو اوسیدونکي وو چې په خپلو هیوادونو کې د جگړو او ناامنیو له وجې تښتیدلي وو.

ددغو مهاجرو اکثریت یې د ترکیې او یونان له لارې لومړی ختیځې اروپا او بیا لویدیځې اروپا ته تللي وو.

په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې د مهاجرو دغه سیلاب ددې سبب شو چې اروپا د مهاجرت د کړکیچ سره مخامخ شي او د اروپایي ټولنې هیوادونو د خپلو هیوادونو د گټو په بنسټ د مهاجرو د نه منلو پریکړې وکړي، حتی ځینې اروپایي هیوادونو لکه اتریش او هنگري خپل د مهاجرت قوانین بدل کړل.

XS
SM
MD
LG