د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د «نوروز» جشن په رسمي ډول ونه نمانځل شو


عکس(د تیرو کلونو نوروز لمانځلو مراسم)
عکس(د تیرو کلونو نوروز لمانځلو مراسم)

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سږ ۱۴۰۱ نوي کال «نوروز» نمانځلو په مناسبت کوم رسمي مراسم نه دي نیولي، خو بېلابېلو شخصیتونو او بنسټونو پر خواله رسنیو د «نوروز» مبارکي پیغامونه شریک کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر پخپلو پیغامونو کې افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلې ده.

یوناما په دې اړه په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "د ملګرو ملتونو کورنۍ له ټولو هغو افغانانو سره چې نوروز نمانځي یو ځای د یوه سوله ییز کال هیله کوي."

په افغانستان کې د نظام تر بدلون مخکې حکومتونو لخوا د «نوروز» مراسم به په مزارشریف کې حضرت علي (رض) ته منوسب زیارت کې د جنډې په پورته کېدو سره په رسمي توګه نمانځل کېده. همدارنګه په یاده ورځ به ټول افغانستان کې رخصتي اعلان شوې وه.

خو د طالبانو حکومت د نوي لمریز کال نمانځلو په مناسبت کوم رسمي مراسم او رخصتي نه ده اعلان کړې او نه یې په ښکاره له یادې ورځې سره مخالفت اعلان کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر رایین مککري د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال په راتګ سره افغانانو ته نوي کال مبارکي ویلې ده: "زه خپل نېکې هیلې ټولو هغو افغانانو ته وړاندې کوم چې د پسرلي رارسېدل او نوی لمریز کال نمانځي."

ښاغلي ککري په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه تمه ښودلې چې افغانان یو ارام کال په مخکې ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د نوي کال په مناسبت خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې ټول وګړي د یادې ورځې په مناسبت په سوکالۍ کې ژوند وکړي او د ځمکې د خوندي ساتلو لپاره خپلې ژمنې تازه کړي.

هغه ویلي: "او نوروز موږ ته د هر هغه څه یادونه کوي چې موږ یې ګډ لرو. دا پخلاینې او ښه ګاونډیتوب ته وده ورکوي. دا د ملګرو ملتونو د سولې، بشري حقونو او د کرامت ارزښتونو ته انعکاس ورکوي."

نوموړي د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې بشریت له بېسارې ننګونو سره مخ دی.

په داسې حال کې په افغانستان کې د نوروز مراسمو په اړه کوم رسمي مراسم نه دي نیول شوي، خو ځینو کسانو پر خواله رسنیو د نوي کال لمانځلو مراسمو انځورونه خپاره کړي دي.

بلخوا ګڼ شمېر کسان چې پدې وروستیو کې له افغانستان څخه وتلي په بهرنیو هیوادونو کې د نوي کال لمانځلو مراسم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG