د لاس رسي وړ اتصالات

بوسنیا کې د ایسارو افغانانو اونورو مهاجرو خراب وضعیت


د بوسنیا په شمال لویدیځ بیهاج ښار کې په سلګونو مهاجر په دې سوړ او واورین ژمي کې د اروپایي ټولنې غړي هیواد کرواشیا ته د اوښتو په هیله په کنډوالو او خرابو کې شپې ورځې تیروي.

بوسنیا د ۲۰۱۸ کال راهیسې د هغو زرګونو مهاجرو د تګ د لارې یوه برخه ګرځیدلی چې د اسیا، منځني ختیځ او شمالي افریقا له هیوادونوڅخه د اروپایي ټولنې بډایو هیوادونو ته د رسیدو په هیله دغه هیواد ته مخه کړې ده.

خو د بوسنیا فقیر هیواد حکومت ته چې له قومي پلوه ویشل شوی دی په پرله پسې توګه مشکله شوې ده چې د مهاجرو پالنه وکړي او په همدې وجه په سلګونو پناه غوښتونکي بې سر پناه پاته دي.

په بوسنیا کې د ایسارو افغانانو اونورو مهاجر خراب وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

یو افغان مهاجر علي چې ۱۶ کلن دی او له شپږو میاشتو راهیسې د بیهاچ کمپ څخه له وتلو وروسته په یو متروکه بس کې اوسیږي د رویترز اژانس ته ویلي: «زه واقعاً په بد حالت کې یم. هیڅوک نشته چې زمونږ غم وخوري، حالات دلته د اطمینان وړ ندي.» هغه همداشان ویلي دي چې «مونږ دلته هیڅ شی نلرو، لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.»

په بوسنیا کې شاوخوا ۸۰۰۰ مهاجر ژوند کوي چې شاوخوا ۶۵۰۰ یې د پلازمینې سرایوو په شاوخوا کې او د کرواشیا پولې ته نژدې په کمپونو کې اوسیږي.

د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د پالسۍ مشر جوزوف بوریل د بوسنیا د سربي مشر میلروډ ډوډیک سره په تیلیفون خبرې کړي او ورڅخه یې غوښتي چې د مهاجرو لپاره د بشري مرستو شرایط بهتر کړي.

د بوسنیا په هغو برخو کې چې صربان او کرواشیاییان میشت دي د مهاجرو د منلو ډډه کوي چې اکثر یې د اسلامي هیوادونو څخه راغلي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان چې د بوسنیا د کمپونو چارې پرمخ بیایي وایي د دوی ګرځنده ټیمونه د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو مهاجرو سره مرسته کوي چې د بوسنیا د ۹۰ لسیزې په جګړو کې په وران شویو کورونو او کنډوالو کې ژوند کوي.

یو بل افغان مهاجر شهباز خان د رویترز اژانس ته ویلي چې «ډیره سخته ده چې سړی دلته ژوند وکړي.»

XS
SM
MD
LG