د لاس رسي وړ اتصالات

پنا غوښتونکي په اروپا کې د سړې هوا له وجې د مرګ د خطر سره مخ دي


خیریه مؤسسې وایي چې د سړې هوا له وجې ګڼ شمیر پنا غوښتونکي مړه شوي هم دي.‌
خیریه مؤسسې وایي چې د سړې هوا له وجې ګڼ شمیر پنا غوښتونکي مړه شوي هم دي.‌

د ختیځې اروپا په هیوادونو کې زرګونه مهاجر او پنا غوښتونکي د سختې سړې هوا له وجې د مرګ د خطر سره مخ دي. د هوا پیژندنې د ادارو مسؤلین وایي چې د همدې سیمې په اکثرو هیوادونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په حساب منفي شل درجې ده.

زرګونه مهاجر او پنا غوښتونکي د ختیځې اروپا په هیوادونو کې په خیمو او هغو ودانیو کې چې زیاتره یې دروازې او کړکۍ نلري، پداسې حال کې شپې او ورځې تیروي چې سختې واورې وریدلي دي او هوا ډیره سړه ده. پنا غوښتونکي وایي هوا دومره سړه ده چې هغوي نه د شپې او نه د ورځې خوب کولی شي.

د ژمې په موسم کې پدې هیوادونو کې هوا دومره سړه وي چې د کوټې دننه هم اوبه کنګل کیږي. د محمد یوسف نوید په نامه یوه پنا غوښتونکي امریکا غږ ته د سړې هوا په هکله داسې وایي
" ما په خوب کې هم دومره سړه هوا نده لیدلې. دلته وضعیت بیخي زیات خراب دی او هوا د حد نه زیاته سړه ده. "

د هوا پیژندنې د ادارو مسؤلین وایي چې د ژمي په موسم کې د تودوخي درجه تر منفي شلو درجو رسیږي‌
د هوا پیژندنې د ادارو مسؤلین وایي چې د ژمي په موسم کې د تودوخي درجه تر منفي شلو درجو رسیږي‌

په سربیا کې حکومت د ټولو پنا غوښتونکو نه غوښتي دي چې د مهاجرینو هغو رسمي کمپونو ته دې ولاړ شي چې حکومت ورته جوړ کړیدي خو په سیمه کې مرستندویه ادارې بیا وایي چې دا کمپونه ټول ډک دي او نورو کسانو ګنجایش نلري.

د بې سرحده ډاکټرانو خیریه مؤسسه وایي چې د سړې هوا له وجې ګڼ شمیر مهاجر مړه شوي هم دي. په سربیا کې د دې ادارې مسؤلې سټیفنې مویسانګ امریکا غږ ته وویل مهاجر په بیلا بیلو ناروغیو اخته شویدي او دوي یې علاج کوي.

" په مهاجرینو کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي، د ځینو په بدن کې دانې راختلي او سپږې هم ډیرې شویدي. ځیني هغه کسان چې بیا تازه د بلغاریې د لارې راغلي دي، په پښو ، لاسونو او د بدن په نورو برخو کې یې پولۍ پیدا شویدي. "

سره لدې چې هنګري یا مجارستان خپل سرحدونه تړلي دي او هغه مهاجر چې د بالکان د هیوادونو د لارې هنګري ته راځي، نه یې پریږدي خو بیا هم د مهاجرینو د چارو ادارې وایي چې په اوسط ډول شاوخوا سل مهاجر سربیا ته راځي.

اکثره دغه کسان د یونان نه هلته ځي. په یونان کې هم زرګونه کسان د سرحدونو د تړل کیدو په خاطر ګیر پاتې دي.

د نړیوالې ټولنې د فشارونو او انتقادونو له وجې په یونان کې چارواکو سل ګونه پنا غوښتونکي د لیس بوس د ټاپو نه هوټلونو ته بولي دي. د دغه پروګرام سره ملګري ملتونه مرستې کوي.

د بشري مرستو خیریه مؤسسې په اروپایي اتحاد انتقاد کوي چې د هغو مهاجرینو غم نه خوري چې په سړې هوا کې ګیر پاتې دي او د تلو لپاره هیڅ ځای نلري. د اروپایي کمیسیون مشر ژان کلوډ یونکر د ټولو غړیو هیوادونو نه غوښتي دي چې د اروپایي اتحاد هغه پلان دې تطبیق کړي چې د مهاجرینو د ځای پر ځای کیدو لپاره جوړ شوی.

" د مهاجرینو ستونزه یوازې یونان، ایټالیا او مالټا ته باید پرې نښودل شي. دا د ټولې اروپا ستونزه ده او په کار ده چې ټوله اروپا یې په ګډه د حل لپآره کار وکړي. "

په همدې حال کې جرمني ویلي دي چې په 2016 کال کې دغه هیواد ته د پنا غوښتونکي ورتګ کم شویدی. جرمني وایي چې پروسږکال دغه هیواد ته دوه لکه او اتیا زره پنا غوښتونکي ورغلي دي خو وړم کال بیا اته لکه او نوي زره پنا غوښتونکي جرمني ته تللي و.

XS
SM
MD
LG