د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې څخه بریتانې ته د کډوالو د اوښتو جنجال


بریټانیه: په تیرو دریو میاشتو کې څه پاسه ۴٠٠ کډوال له فرانسې نه بریتانیې ته راغلي دي
بریټانیه: په تیرو دریو میاشتو کې څه پاسه ۴٠٠ کډوال له فرانسې نه بریتانیې ته راغلي دي

د سمندري پوځ کشتۍ په مدیترانې کې د اروپایي ټولنې د گډ ماموریت څخه رابلل شوي او د بریتانیې او فرانسې ترمنځ ابو کې چې ٣٠ کیلو متره مسافه لري او پکې زیاته گڼه گوڼه وي د گزمې لپاره گمارل شوي دي.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید وایي که له فرانسې نه راغلي پناه غوښتونکي ریښتوني پناه غوښتونکي دي نو ولې په هغه هیواد کې چې مصونه دی پناه نه اخلي چې بریتانیې کې پناه غواړي.

حکومت وایي په تیرو دریو میاشتو کې څه پاسه ۴٠٠ کډوال د انگلیش چینل له لارې له فرانسې نه بریتانیې ته راغلي دي چې اکثره یې له ایران او افغانستان دي او په ساړه ژمي کې بریتانیې ته رارسیدلي.

خطرناکه سفر

ځیني کډوال بیا هڅه کوي چې د هغو لاریو لاندې یا منځ کې ځان پټ کړي چې د کشتیو په واسطه له فرانسې بریتانیې ته راځي.

کارپوهان وایي د فرانسې د کشتیو په بندریونو کې کلک امنیتي تدابیر د دې لامل کیږي چې کډوال بریتانیې ته د اوښتو لپاره د کوچنیو کشتیو نه کار واخلي.

نورالهادي اوریاخیل درې کاله دمخه شپاړلس کلن و چې د یخچال لارۍ په منځ کې ځان پټ کړی و او بریتانیې ته یې ځان ورساوو.

د اوریاخېل د پناه غوښتنه قبوله شوه. له اوریاخیل سره د کېنټ د پناه غوښتنې د عمل شبکه مرسته وکړه او ورته یې د تعلیم زمینه او سرپناه برابره کړه.

د دغې شبکې کارکونکې برجیت چاپمن وایي بریتانوي سیاستوال په هیواد کې د پناه غوښتونکو د راتگ د مخنوي لپاره له یو بل سره سیالي کوي. د میرمن چاپمن په اند د کډوالو په وړاندې کلک دریځ سره د سیاستوالو د مشرتابه د لاسته راوړو چانس زیاتيږي.

خو حکومت دغه تورنه ردوي او وایي چې د پوځي کشتیو لیږل د قاچاقبرانو او د کډوال د خطرناکو سفرونو د مخنوي لپاره اړین دی.

ځینې نور بیا خبرداری ورکوي چې د سمندري پوځ د کشتیو لیږل نور هم کډوال هڅوي چې دې سفر ته زړه ښه کړي ځکه فکر کوي چې بیا به د دغو کشتیو له خوا وژغورل شي.

په بریتانیې کې میشت لیکوال او د کډوالو د حقونو فعال گل ولي پسرلی وایي له فرانسې څخه بریتانیې ته د کډوالو راتگ لپاره باید په فرانسې کې د حل لاره وموندل شي.

د اشنا تلویزیون سره د گل ولي پسرلي مرکه دلته لیدلی شئ

XS
SM
MD
LG