د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل چې د دغې کارخانې د له منځه وړلو عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي او په نتیجه کې یې لسګونه کړۍ ماینونه، د ماین جوړولو مواد او مهمات ترلاسه شوي دي.

د ماین جوړولو دغه کارخونه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاویې اسمان کلي موقعیت درلود.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې طالبانو د "تخریبي او تروریستي عملیاتو" لپاره له دغې کارخانې څخه چاودیدونکي توکي د ننګرهار ټولو برخو او یو شمیر نورو سیمو ته انتقالول.

د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې د ماین جوړولو د یوې کارخانې د له منځه وړلو خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې په ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول کابل کې د مقناطیسي ماینونو د چاودیدو پېښې زیاتې شوي دي.

د دغو بریدونو په دوام کې د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې طالبان په دغو اقداماتو سره افغان ولس لاس په سر کېدو ته نشي اړ ایستلی.

هغه وویل: "د افغانستان خلک د مقناطیسي ماینونو له ویرې جهل او وحشت ته نه تسلیمېږي".

له ماینونو څخه د زیانمنو افغانانو ادارې د راپور په اساس په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان په کچه د ماینونو د چاودیدو له امله ۵۷۹تنه وژل شوي او ۹۵۹ نور ټپیان شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د ماینونو د دغو قربانیانو ۵۲سلنه یې ماشومان دي.

دغې ادارې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه بللی چې په کې د ماین چاودنې خلکو ته تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG