د لاس رسي وړ اتصالات

نږدې ۲۹ زره نوي ځواکونه د افغان پوځ په تشکیلاتو کې جذبیږي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، دا ځواکونه به د خپلو سیمو په ساتلو کې د ملي اردو سره له نږدې کار وکړي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، دا ځواکونه به د خپلو سیمو په ساتلو کې د ملي اردو سره له نږدې کار وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره د دغه وزارت په تشکیلاتو کې د یوې نوې شپږدیرش زره کسیزې قوې د جوړیدو پریکړه یې کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ویلي، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې د دغه هیواد د امنیتي وضعیت د ښه کیدو او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته د ملي اردو د ځواکونو د چمتو کولو لپاره یوه نوې۳۶۰۰۰ کسیزه قوه چې ۲۸۵۰۰ تنه پرسونل به یې په ولایتونو کې د سیمې د اوسیدونکو څخه غوړه شي او د ملي اردو د اوه نیم زره مسلکي صاحبمنصبانو له خوا به اداره شي د دغه وزارت په تشکیلاتو کې زیاتوي.

دا اعلامیه وایي " دا قوتونه به د ملي اردو د جزوتامونو برخه وي، دغې قوې ته به په ولسوالیو کې د سیمې اوسیدونکي، چې عمرونه به یې د شلو او څلویښت کلونو ترمنځ وي، د ټولو معیارونو له بشپړیدو او د هغوی سوابقو ته په کتو د بشپړو روغتیایي معاینو وروسته به جذب شي او مشري به یې هم د ملي اردو د کدرونو په غاړه وي".

د افغانستان د دفاع وزات په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو ځواکونو معاش به د ملي اردو د نورو ځواکونو د معاش ۷۵٪ پورې اوسي او دا ځواکونه به د ملي اردو د ټولو روغتیايي او معنوي امتیازاتو څخه هم برخمن وي.

د دغې اعلامیې له مخې دا سیمه ییز قوتونه به د سیمه ییزو امنیتي قوتونو په توګه په هغو سیمو کې چې د افغان دولت تربشپړ کنټرول لاندې دي او یا هم په هغو سیمو کې چې نسبي امنیت یې خوندي دی په کار وګمارل شي، ترڅو د وسله والو مخالفانو له حضور څخه پاکو شوو سیمو ته د وسله والو مخالفانو د بیرته ورستنیدلو مخه ونیسي.

همداشان دا ځواکونه به افغان ځانګړو ځواکونو ته د وسله والو مخالفانو د شتون د ځایونو په اړه معلومات برابروي او ملي اردو ځواکونو سره به له نږدې کار وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې د دغو ځواکونو لپاره د پرسونل د جذبولو کار به کله پیل شي.

تیر۲۰۱۷ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان دفاع وزارت د دغسې یوې قوې د جوړولو اعلان کړې وو او ویلي وو، چې په دغه قوه کې به تر ډیره د ملي اردو پخواني ترخیض شوي سرتیري وګمارل شي.

XS
SM
MD
LG