د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د کابینې ۱۲ وزیران له دندو لیرې کړي


د هند صدراعظم نریندرا مودي د کابینې ۱۲ وزیران له دندو لیرې کړي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د کابینې ۱۲ وزیران له دندو لیرې کړي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن چارشنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۶) د عامې روغتیا د وزیر په ګډون ۱۲ وزیران پداسې حال کې له دندو لیرې کړي چې پدې هیواد کې د کرونا ویروس په پراخه توګه خپور شوی.

وروسته له هغې چې د روان میلادي کال د اپریل او مې په میاشتو کې په هند کې د کرونا وژونکی ویروس په پراخه توګه خپور شو او د عامې روغتیا څانګه د خدمتونو په برابرولو، په روغتونونو کې د بسترونو او په ټول هیواد کې د اکسیجن او دارو درملو د کمښت ستونزې پیدا شوې او خلکو هم شکایتونه وکړل، د عامې روغتیا په وزیر هریش وردهان د نورو په نسبت ډیر انتقادونه وشول.

په هند کې د دې ناورین د راتګ نه څو اوونۍ وړاندې ښاغلي وردهان ویلي وو چې هیواد د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په وروستي پړاو کې دی خو بل پلو بیا پدې هیواد کې د کرونا ویروس د لومړي ځل خپریدو نه وروسته د مارچ تر میاشتې ۱۶۰ زره کسان مړه شول چې پدې تیرو دریو میاشتو کې دا رقم د ۴۰۰ زرو نه هم پورته شو.

صدراعظم نریندرا مودي دا ۱۲ وزیران په یو ځای پداسې حال کې له دندو لیرې کړي چې ټاکل شوې په ۷ ایالتونو کې انتخابات وشي او ښاغلی مودي دا کار د خپل حکومت لخوا د اصلاحاتو او تغیراتو نمونه ښیي.

اکثریت نوي معرفي شوي وزیران چې ټاکل شوې د لیرې شویو وزیرانو ځای ناستي شي، د واکمن بهارتیا جانتا د ګوند غړي دي او دا کار ښایي د ۲۰۲۲ کال په انتخاباتو کې د هغه په ګټه تمام شي.

په ګوښه شویو وزیرانو کې د اطلاعاتو او ټکنالوژۍ وزیر روی شنکر پرساد هم دی خو دا ندي ویل شوي چې ښاغلی پرساد په کوم دلیل له دندې لیرې کړل شوی.

XS
SM
MD
LG