د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د اسلام قلعه ګمرک نیول کېدل رد کړل


د اسلام قلعه ګمرک
د اسلام قلعه ګمرک

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا په هرات ولایت کې د اسلام قلعه او تور غونډۍ ګمرک د نیولو په اړه راپورونه رد کړه او وايي چې اوس مهال په دغه سوداګریز بندر کې افغان سرتیري حضور لري.

طالبانو ادعا کړې چې دغه سوداګریز بندر یې تیره ورځ ناوخته نیولی دی. تر دې مخکې د هرات ولایت ځینو سیمه ییزو سرچینو هم د طالبانو په لاس د یاد بندر نیول کېدل تائید کړي و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن جمعه جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) خبریالانو ته په دې اړه لېږلې پیغام کې ویلي: "په هغه ځای کې د طالبانو تحرکات سته، زموږ پروګرام دادی چې د طالبانو تحرکات دفعه کړو، ځکه هغوی چریکي او جبهیي جنګ کوي، د دې لپاره چې تاسیساتو او خلکو ته زیان ونه رسیږي، هڅه کووو چې سیمه د تروریستانو له حضور څخه پاکه کړو."

ښاغلي ارین زیاته کړې چې طالبان د دغه سیمې د کنټرول توان نلري او په خبره یې هغوی پر هغه سیمو بریدونه کوي چې پلان یې یوازې «وحشت» وي.

د مالیې وزارت ویاند هم رسنیو ته په لېږلې ویډیو پیغام کې ویلي چې طالبانو تیره ورځ په هرات ولایت کې د اسلام قلعه پر ګمرک باندې برید کړی دی او په وینا یې طالبان غواړي د منځنۍ اسیا د اقتصاد لپاره د افغانستان اړیکې کړکېچنې کړي.

نوموړي نن جمعه ویلي چې مالیې وزارت یاده ستونزه د هیواد د دفاعي ځاکونو له مشرتابه سره شریکه کړې او ډېر ژر به په هرات ولایت او اسلام قلعه ګمرک کې وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې یوازې په کندز ولایت کې د شیر خان بندر سیمه کې ګواښونه موجود دي چې د افغان ځواکونو لخوا یې د رفعه کولو هڅې روانې دي.

دغه بندر له تاجکستان سره پر پوله پروت دی او ویل کیږي چې طالبان له تیرو ورځو هلته حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو تر پراخېدو وروسته له ځينو ولسوالیو تکتیکي پر شاتګ کړی دی.

بلخوا ویل کیږي چې په هرات کې له طالبانو د یادو سیمو د بیرته نیولو لپاره چمتووالی روان دی.

XS
SM
MD
LG