د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د 'بیزو دانې' ساري ناروغۍ پېښې ثبت شوې


د بیزو دانې په ناروغۍ اخته کس
د بیزو دانې په ناروغۍ اخته کس

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د روغتیا چارواکي وايي چې په اوو ایالتونو کې یې د « monkeypox» بیزو دانې د ساري ناروغۍ پېښې ثبت کړي دي.

چارواکي وايي په دغې ناروغۍ ځینې اخته کسان داسې دي چې په نژدې وخت کې یې له امریکا د باندې سفرونه نه دي کړي، خو ځینو نورو یې بیا په دغه ویروس اغیزمنو سیمو ته سفرونه کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغۍ د کنترول او مخنیوي مرکزونو د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (غبرګولي پنځمه) وویل چې تر تېرې ورځې پورې د ماسه چوسیتس، فلورېډا، اوتا، واشنګنټن، کالفورنیا، ویرجینیا او نیویارک په ایالتونو کې د بېزو دانې [مانکي پاکس] نهه پېښې ثبت شوي دي.

د دغې ادارې مشرې روشل والنسکي ویلي دي چې په امریکا کې په دغه ویروس اخته اکثریت کسان نارینه دي. د دغې ناروغۍ دوه عمده نښې تبه او په بدن کې خارښت دي. د دغه ویروس لومړۍ پېښه په امریکا کې په لومړي ځل تېره اوونۍ د ماسه چوسیتس په ایالت کې ثبت شوه.

د رویټرز د خبري اژانس د راپور به اساس د سپینې ماڼۍ د روغتیا د برخې مشاور راج پنجابي ویلي دي: «په را روانو ورځو کې په متحدو ایالتونو کې د [بیزو دانې] د ډېرو پېښو په لیدو باید حیران نشو... »

په امریکا کې د دغه ویروس د خپریدو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې څو ورځې مخکې ولسمشر جو بایډن وویل ټول خلک باید د دغه ساري ناروغۍ په خپریدو اندیښمن واوسي.

دغه ویروس ته ځکه د بیزو دانې وايي چې په لومړي ځل بیزوګان پرې اخته شول.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي تر اوسه په شاوخوا ۲۰ افریقایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې د دغه ویروس لږ تر لږه ۲۰۰ پېښې تائید شوي او شاوخوا ۱۰۰ نورې مشکوکې یې ثبت شوې دي. اکثریت دا پېښې په اروپا کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د دغه ویروس په اړه مراقبت زیات کړي. په دغه ویروس د اخته کسانو ناروغي سخته نه ده ګڼل شوې.

دا ویروس له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي او د انتقال لویه وسیله یې د انسانانو ترمنځ فزیکي او جلدي تماس ګڼل شوی.

XS
SM
MD
LG