د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پوهنتونونه د بهرنیو محصلینو د جذب په لټه دي


 زیات شمیر امریکایي پوهنتونونه د خپلو تحقیقاتي پروگرامونو لپاره په بهرنیو زده کوونکو تکیه لري
زیات شمیر امریکایي پوهنتونونه د خپلو تحقیقاتي پروگرامونو لپاره په بهرنیو زده کوونکو تکیه لري

د امریکا د معارف شورا (امریکن کونسل اف ایجوکیشن) یا ای سي اي، یوه سروې خپره کړې چې وایي په تیرو پنځو کلونو کې د امریکا پوهنتونونو ته د بهرنیو محصلینو د جذبولو او بهر ته د امریکایي محصلینو د استولو هڅې گړندۍ شوي دي.

د نړیوالو زده کړو د انستیتوت د شمیرو له مخې په ٢٠١٥-٢٠١٦ درسي کال کې امریکا ته څه دپاسه یو میلیون محصلین راغلي وو چې ٣٢٨٠٠٠ یې له چین او ورپسې ١٦٥٠٠٠ یې د هند وو.

همداشان ددغو یو میلیون محصلینو له جملې نه ٥،٩ فیصده د سعودي، ٥.٨ فیصده د جنوبي کوریا او ورپسې په ترتیب سره د کاناډا، ویتنام، تایوان، برازیل، جاپان، مکسیکو، ایران، ترکیې، نایجریا، جرمني، کویټ، نیپال، فرانسې، اندونیزیا، وینزویلا، هانگ کانگ، مالزیا، کلمبیا، تایلند او اسپانیه څخه د امریکا متحده ایالاتو ته د تحصیل لپاره راغلي دي.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو ٣١٠٠٠٠ محصلین بهرنیو هیوادونو ته استولي دي چې ٦٣ فیصدو یې هلته دوبی او یا زیات و کم اته اونۍ تیرې کړي دي. ددغو محصلینو ٣٠ فیصدو یې په بهر کې یو سمیستر زده کړي او ٢،٥ فیصدو یې یو کال تیر کړی دی.

د امریکایي محصلینو له نیمایي څخه زیات یې په اروپا کې، ١٦ فیصده یې په لاتینې امریکا او یا کاربین کې او ١١ فیصدو یې په اسیا کې زده کړې، کړي دي.

دغه رپوټ وایي چې اکثر پوهنتونونه او کالجونه ځان نړیوال کوي او هڅه کوي چې د نورو تاسیساتو سره ملگري شي او خپل درسي پروگرامونه په نړیواله کچه اعیار کړي.

رپوټ دا هم وایي چې د امریکایي پوهنتونونو سره په لوړه کچه په شریکو او همکارو هیوادونو کې چین، فرانسه، ترکیه، جرمني او جنوبي کوریا په سر کې راځي.

له بلې خوا ای سي اي، په داسې حال کې دغه نوی رپوټ خپروي چې څه موده وړاندې امریکایي پوهنتونو دې هیواد ته د بهرنیو محصلینو د سفر په وړاندې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د مهاجرت پر فرمان اندیښنه ښودلې وه.

زیات شمیر امریکایي پوهنتونونه د خپلو تحقیقاتي پروگرامونو لپاره په بهرنیو زده کوونکو تکیه لري. ځکه امریکایان د لوړو زده کړو پر ځای د لیسانس له اخیستلو وروسته په عمومي توگه د وظیفې موندلو لټه کوي چې د کارپوهانو په اند پوهنتونونه مجبوریږي چې پر بهرنیو محصلینو باندې تکیه وکړي. همداشان ځنې پوهنتونونه په هغو پیسو تکیه لري چې بهرني محصلین یې پر زده کړو لگوي.

زیات شمیر پوهنتونونه اندیښمن دي چې که چیرې سپینه ماڼۍ امریکا ته پر سفر باندې بندیز نوی هم نه کړي، بهرني محصلین مجبور دي چې وروسته له دې امریکا ته په راتگ ښه فکر وکړي.

ای سي اي وایي د امریکا په ١١٠٠ پوهنتونونو کې په ٢٠١٦ کال کې په نړیواله کچه د محصلینو مشغولیت څه دپاسه ٧٠ فیصده و او د زده دغو ادارو هڅه کړې چې د گلوبالیزم د تقاضا سره سم ځان اعیار کړي.

XS
SM
MD
LG