د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د حماس لخوا‌ د یرغمل شويو اکثر ‌کسان ژوندي دي


 یو شمېر اسرائیليانو د مظاهرو په ترڅ کې د حماس له خوا د خپلو یرغمل شویو دوستانو او عزیزانو د خلاصون غوښتنه وکړه.
یو شمېر اسرائیليانو د مظاهرو په ترڅ کې د حماس له خوا د خپلو یرغمل شویو دوستانو او عزیزانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۷مه) وویل،‌ چې تر ۲۰۰ د زیاتو هغو یرغمل شويو کسانو اکثریت، چې د حماس ډلې له خوا له اسرائيل څخه غزې تړانګې ته انتقال شوي، لا هم ژوندي دي.

د اسرائیل پوځ په دې اړه په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي: "اکثر یرغمل شوي کسان ژوندي دي. ځینې وژل شوي او جسدونه یې غزې ته وړل شوي دي."

د اسرائيل پوځ همداراز په دغه خپرپاڼه کې ویلي، چې د حماس له خوا په یرغمل شویو کسانو کې تر ۲۰ ډېر ماشومان دي او له لسو او شلو یرغمل شویو کسانو عمرونه تر ۶۰ کلونو زیات دي.

د اسرائیل پوځ وايي، چې د اکتوبر په اوومه پر اسرائيل د حماس له بریدو وروسته د ۱۰۰ او ۲۰۰ تر منځ کسان لادرکه دي.

د روان اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه، د حماس ډلې په اسرائیل باندې په یو ناڅاپي برید کې له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان ووژل. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له رامنځته کیدو راهیسې دا پر اسرائیل تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس ډلې د شاوخوا ۲۰۰ یرغمل شویو کسانو په منځ کې یو شمیر یې دوه ګونی تابعیت لري.

دغه ډلې ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکې خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، د هر برید پر وړاندې به یو یرغمل ووژني.

بلخوا اسرائیل په یو غچ اخیستونکي اقدام کې له اوو ورځو راهیسې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. ددغو بریدونو له امله د ۳۵۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG