د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې موټربم برید؛ د ملي اردو ۶ سرتیري وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په بلخ ولایت کې د ملي اردو یو بیس ته نږدې د موټربم برید له امله د پوځ شپږ سرتیري وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر ۲۶مه (مرغومي ۵مه) امریکا غږ ته وویل، چې پېښه نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې شوې ده.

د ښاغلي امان پر وینا په دې برید کې د ملي اردو درې سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان دفاع وزارت د برید مسولیت د وسله‌والو طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوي دي.

د برید مسولیت تر اوسه په رسمي ډول کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

په تېره یوه اونۍ کې په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په نتیجه کې اوه سرتیري ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG