د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان ته د الظواهري د راتګ او دلته یې د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نلرو


امریکا وايي د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې وژلی
امریکا وايي د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې وژلی

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د خبر له خپرېدو شاوخوا درې ورځې وروسته طالبانو په خپل لومړي رسمي غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې د الظواهري د موجودیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې الظواهري په کابل کې د امریکا په بې پیلوټه الوتکې کې وژل شوی دی.

طالبانو نن پنجشنبه اګست څلورمه (زمری ۱۳) په دې اړه ویلی دي: « د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.»

خو طالبانو په اعلامیې کې منلې ده چې امریکا په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی او ویلي دي چې په دې کار سره « د افغانستان قلمرو يې نقض کړ، دا يې له ټولو بین المللي اصولو سرغړونه» کړې ده چې «یوځل بیا په کلکو ټکو غندو».

امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر په مېشتولو او هغه ته په ځای ورکولو سره طالبالبانو د دوحې تړون مات کړی دی.

په دغه تړون کې ویل شوي دي چې طالبان باید له ټولو ترهګرو او په خاص ډول د القاعده ډلې سره خپل روابط وشلوي او پرېنږدي چې د افغاستان خاوره د نورو په ضد وکارول شي.

خو طالبانو ادعا کړې ده چې «د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، اسلامي امارت د دوحې هوکړي عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړونې باید پای ته ورسیږي».

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته وویل: «عدالت پر ځای شو. که هر څومره وخت تېر شي او که په هر ځای کې پټ شئ، که زموږ خلکو ته خطر پېښ کړئ، متحده ایالات به تاسې پیدا او له منځه یوسي... موږ هیڅکله په شا تګ نه کوو.»

بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله د دې اجازه ورنکړي چې افغانستان د "ترهګرو په پناه ځای" بدل شي.

طالبان وايي چې د دغه برید او په کابل کې د القاعده ډلې د مشر د موجودیت په اړه یې «کشفي او استخباراتي ارګانونوته لارښونه» شوې ده چې د «پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هراړخیزه او جدي څیړنه» وکړي، خو نه یې دي ویلي چې ددغو څېړنو پایله به کله خپروي.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ایمن الظواهرې له خپلې کورنۍ سره کابل ته انتقال شو او د برید په مهال د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د خپل کور برنډې ته راوتلی و.

د ځینو نورو هېوادونو سعودي عربستان، کاناډا او استرالیا د هغه وژل ستایلي دي. ایمن الظواهري د القاعده ډلې مشر و. القاعده ډلې په ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په امریکا کې د الوتکو په بریدونو کې زرګونه کسان ووژل.

په کابل کې د الظواهري له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې د طالبانو په ضد جنګېدونکي «مقاومت جبهې» وویل چې دې کار « یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې چې د خطرناکو نړیوالو ترهګرو کوربه دي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د برحق دریځ څرګندونه کوي».

دغې جبهې ویلي دي چې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر مېشتېدل د دې ښکاره دلیل دی چې «زموږ ګران هېواد یو ځل بیا د سخت دریځو ډلو د راټولېدو په مرکز او د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی».

د «مقاومت جبهې» په خپلې اعلامیې کې همدغه راز ټېنګار کړی دی چې په افغانستان باندې د طالبانو په واکمنۍ سره د القاعده په څېر ډلو ته د بیا راپورته کېدو ښه زمینه برابره شوې ده. دا جبهه وايي چې له طالبانو سره «ناسم تعامل» او د ترهګرۍ د ګواښونو پټول به د سیمې او نړۍ د هېوادونه امنیت له جدي خطر سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG