د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمانې امریکایي ښځې کانگرس ته کاندیدې دي


د امریکا منځمهاله ټاکنې د نوامبر میاشت کې ترسره کیږي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې د نوامبر میاشت کې ترسره کیږي.

احتمالي کاندیدانې رشیده طلیب او الهان عمر به د کانګرس له مسلمان غړي، انډر کارسن سره یو ځای د یو داسې دین نمایندګي وکړي چې په اړه یې سمه پوهه موجوده نه ده او ګوښه پاتې دی.

د راپورونو له مخې دغه کاندیدانې د کانګرس د یو داسې هیواد د بدلیدونکي بڼې نمایندګي کوي چې دیني او قومي جوړښت یې په بدلیدو دی.

په کانگرس کې د منوسوټا ایالت کاندیده الهان عمر او د کانګرس لپاره د مشیګن ایالت کاندیده رشیده طلیب باور نه درلود چې کیسه به یي واشنګټن ته ورسیږي.

د نارتوسټرن پوهنتون د توپیرونو او دموکراسۍ د مرکز رئیس الوین ټیلري وایي "کله چې مونږ کانګرس ته ددغو ښځو احتمالي ټاکل کیدل ګورو، نو دا یوه مهمه خبره ده."

الوین وايي چې ددغو دواړو ښځو بری د یو نوي طرزتفکر نمایندګي کوي. په امریکا کې یوازې یو سلن خلک مسلکانان دي، خو په نړۍ کې یې شمیر په زیاتیدو دی. د پیو څیړنیز مرکز وايي چې اسلام به تر ۲۰۴۰ پورې په امریکا کې دوهم ستر دین وي او الهان او رشیده ددغه زیاتیدونکي بڼې نمایندګي کوي.

رشیده د میشیګن ایالت د ډیټرایټ په ښار کې د فلسطیني مهاجرینو په یوې کورنۍ کې زیږیدلې او لویه شوې ده. الهان په سومالیا کې زیږیدلې او د منسوټا په ایالت کې اوسیږي.

که څه هم په کانګرس کې د هغوی د دین په مقابل کې تضاد موجود دی، خو هغوی د هغه دموکرات ګوند د یو مترقې څانګې نمایندګي کوي چې د نومبر میاشتې په منځمهالو ټاکنو کې د استازو د مجلس د کنټرول د ترلاسه کولو خوبونه ویني.

رشیده سیال نه لري او الهان د خپل جمهوري غوښتونکي سیال یو کوچني اختلاف سره مخامخ ده، خو ټیلر وايي چې ګټل یوه ستونزه نه، بلکه لویه ستونزه د خلکو او امریکايي مسلمانانو د غوښتنو پوره کول دي.

کانګرس د مهاجرینو په شمول په زیاتو موضوعاتو خبرې کوي او رشیده او الهان به پکې د برخه اخیستلو فرصت ولري.

XS
SM
MD
LG