د لاس رسي وړ اتصالات

آنګ سان سوچي د روهینګیایانو پر ضد د تشدد په اړه چوپتیا ماته کړه


په میانمار کې د سلګونو روهینګیايي مسلمانانو له وژل کېدو او تېښتې ته د زرګونو کسانو تر مجبورېدو وروسته، د هغه هېواد رهبرې آنګ سان سوچي پخپل لومړني غبرګون کې ویلي چې "ترهګري" یې باید په خاورې کې "رېښې ونه غځوي".

د نوبل د جایزې پخوانۍ ګټونکې له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ ده ځکه پر حکومت باندې یی تور دی چې د روهینګیايي مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي.

پر میرمن سوچي ځینې ځکه په غوسه دي چې وایې د میانمار دغې رهبرې د روان تشدد په اړه چې تر ۱۲۰ زرو ډیر کسان یې بنګلادیش ته په مهاجرت مجبوره کړي، غبرګون نه دی ښودلی.

خو داسې ښکاري چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي هېوادونو او د ملګرو ملتونو دریځ او اعتراضونو د میانمار چارواکي مجبوره کړل چې د نظر د بیانولو لپاره خوله خلاصه کړي.

د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په میانمار کې تر کتنې وروسته، میرمن سوچي لدې پرته چې د راخین په ایالت کې تاوتریخوالو ته مستقیمه اشاره وکړي د هند صدراعظم ته په خطاب کې وویل: "موږ باور لرو چې په ګډه موږ کار کولی شو څو یقیني کړو چې ترهګري زموږ په خاورې او یا زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې رېښې نه جوړوي."

د بشري حقونو سازمانونه وایې چې د میانمار پوځیان په عمل کې ملکي روهینګیايي مسلمانان وژني او هستوګن ځایونه یې سوځوي.

"محکمې ته شواهد وړاندې کړئ"

د میانمار د حکومت د ملي امنیت سلاکار ورته ادعا ګانې نه مني او د روهینګیا اقلیت څخه غواړي چې د زور زیاتیو په اړه شواهد وړاندې کړي.

سلاکار تانګ تون وویل چې "د روهینګیا له مهاجرینو څخه مو غوښتي دي چې د نړیوال محافظت تر سیوري لاندې بیرته میانمار راستانه شي څو په محکمې کې قضیه مخې ته لاره شي او شواهد ورکړل شي. که ناوړه چلند شوي وي نو د هغه کس په مقابل کې به اقدام وشي چې ناوړه برخورد یې کړی دی."

میانمار د هغو وسله والو په مقابل کې چې ځان "د آراکان روهینګیا د نجات اردو" بولي له څو اونیو راپدې خوا د تصفیې په نامه عملیات پیل کړي دي.

د راخين په ایالت کې د بودایانو او روهینګیايي مسلمانانو ترمنځ مرګونې نښتې له ۲۰۱۲ کال نه پیل شوې خو اوسنۍ شخړه یې تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

روهینګیایانو ته د تابعیت سند نه ورکول کیږي او دوي له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې برخي دي. د تعلیم او روغتيايي خدمتونو سربیره یې پر سفر باندې هم محدودیتونه لګول شوي دي.

د میانمار ګاوندي هند د اندېښنې په ښودلو سره له ټولو خواوو څخه د حل د یوې ګډې لارې د موندلو غوښتنه کړې ده. د هند صدراعظم هیله ښودلې چې "ټولې خواوي سره یو ځاي شي."

هند له میانمار سره ګډ سرحد لري او نوي ډهلي په هغه هېواد کې حالات له نږدې څارې ځکه چې په تیرو تاوتریخوالو کې ګڼو روهینګیایانو هند ته پناه وړې وه.

له بلې خوا د ترکیې حکومت له روهینګیا اقلیت سره د تشدد د دایمې ختمېدو غوښتنه کړې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د آزربایجان په باکو ښار کې ویلي چې د مهاجرینو د لیدلو لپاره بنګلادیش ته سفر کوي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند چې د روهینګیا په مقابل کې یې تشدد نسل وژنه بللې، تائیدوي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د میانمار د رهبر تر ټیلفوني مکالمې وروسته، ترکیه میانمار ته مرستې ولیږي.

آنګ سان سوچي د روهینګیایانو پر ضد د تشدد په اړه چوپتیا ماته کړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

XS
SM
MD
LG