د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د نصیر احمد احمدي مړينه پښتو ادب ته لويه ضايعه بللې


لیکوال نصیر احمد احمدي
لیکوال نصیر احمد احمدي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پښتو ژبې د مشهور ليکوال نصير احمد احمدي مړینه پښتو ادب ته لویه ضایعه بللې ده.

د پښتو د داستاني ادب سر لاری او لیکول نصیر احمد احمدي پرون شنبه جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) د کرونا ناروغۍ له امله وفات شو.

له ارګ څخه د نوموړي د مړینې په اړه د ولسمشر غني د خواشینۍ پیغام کې ویل شوي: " نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه يې وليکل. نوموړي پخپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل، مړينه يې پښتو ادب ته لويه ضايعه ده."

نصیر احمد احمدي په اوسني عصر کې د پښتو ژبې مشهور او کامیاب ناول لیکونکی بلل کیده. د هغه یو مشهور ناول «بغدادي پیر» یې شپږ ځلې چاپ شوی او د دې ترڅنګ یې شاوخوا ۲۵ کتابونه لیکلي وو.

بغدادي پیر، د غڼې ځاله، ټال، پټان، نیکه، زرو، جوجو، ازغزن سیم، یوه خبره درته وکم؟ راځئ کیسه ولیکو، رڼا، خونکار، اخ وطنه، بودا او د لېوانو پلونه او رنګه خوږونه د ارواښاد نصیر احمد احمدي لخوا په پښتو ژبه د لیکل شويو اثارو له ډلې څځه دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نوموړي مړینه د افغانستان د معاصرو داستاني ادبیاتو په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې ده.

د هغه د مړینې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشر تابه د خواشینۍ پیغام کې ویل شوي: "ارواښاد احمدي په روانه او خوږه ژبه ډیر داستانونه او کیسې ولیکلې او د تاریخي ناول لیکنې په برخه کې بې جوړې او کم ساری لیکوال وو. هغه په دې وروستیو کې د تاریخي ناول لیکنې لړۍ د هېواد د ملي فرهنګ او هویت پر بنسټ پیل کړې وه او په دې ترڅ کې یې د هېواد پالنې لپاره ښه ذهنیت جوړونه وکړه."

د افغانستان د علومو اکاډۍ هم نصير احمد احمدي د ملي فکر خاوند او د پښتو داستاني ادبياتو د اوسني پېر نامتو ليکوال بللی چې په پښتو ژبه يې په تول پوره لنډې کيسې او ناولونه لیکلي وو. "هغه د معاصر داستاني ادب يو سر لاری ليکوال وو، چې مړينه يې د افغان وطن لپاره لويه ضايعه ده."

د افغانستان د علومو اکاډمي مشرتابه هم د نصيراحمد احمدي مړينه د افغانستان د هنري ادبياتو په ډګر کې لويه ضایعه بللې ده.

ګڼ شمېر افغان لیکوالانو او د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو د نصیر احمد احمدي پر مړینې خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې پښتو ادب ته لویه ضایعه بللې ده.

XS
SM
MD
LG