د لاس رسي وړ اتصالات

اجازه نه ورکوو چې افغان جنګ دې خصوصي شي- ملي امنیت شورا


د بلک واټر خصوصي شرکت په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ په ملاتړ د اوږدو کلونو لپاره په جګړو کې برخه لرله.
د بلک واټر خصوصي شرکت په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ په ملاتړ د اوږدو کلونو لپاره په جګړو کې برخه لرله.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ ( تلې ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر په دغه اعلامیه کې ویلي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانانو د اساسي حقونو او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په لاره کې، په مېړانه قرباني ورکړې او مبارزه کوي.

د ملي امنیت د شورا اعلامیه وايي "په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو او د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو او غیر مسوولو عناصرو د زیاتېدو اړوند بحثونه زیات شوي دي. د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو لید لوری، هغه اصل چې افغانان خپل راتلونکی په خپله جوړوي، تر پښو لاندې کوي".

دا اعلامیه وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې د اسلامي ارزښتونو، ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او له خپلو ټولو هېوادوالو د ساتنې مسوولیت او صلاحیت لري.

د ملي امنیت اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان دولت به هېڅکله پر دې مخربو او متضادو بحثونو سترګې پټې نه کړي، بلکې د یو خپلواک هېواد په توګه به د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي ټول حقوقي اقدامات و ارزوي.

دا اعلامیه وايي " د افغانانو په مشرۍ او د نړیوالو متحدینو په مرسته به له ترهګرۍ سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري. د افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي".

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانانو د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل او د هغوی ژوند ته پاملرنه، د افغانستان دولت له اصلي مسوولیتونو څخه دي، چې دغه "سپېڅلی مسووليت" به هېڅکله سوداګرو ته ونه سپارل شي.

همداشان دا اعلامیه وایي" مونږ اجازه نه ورکوو، چې د مبارزې سپېڅلي ارزښتونه مو د امتیاز اخېستو قرباني شي".

د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې ویل شوي، چېافغانستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا له خوا د دغې اعلامیې د خپرولو وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې اونۍ په سر کې د ښاروالانو ملي کنفرانس ته په وینا کې په ټینګار ویلي، چې بهرنیو اجیرو وسله والو ته به د افغانستان د جګړې مسولیت و نه سپاري.

ښاغلي غني ویلي " روانه جګړه د ملي او مذهبي یووالي او زمونږ د ټولو دینې ارزښتونو په خلاف روانه ده، خو باید پوه شو، په وړاندې يې چې د دې خاورې خلک کوم کار کولی شي، هېڅ بهرنۍ مرسنري (اجیر) يې نه شي کولی او هېڅ کله به بهرني مرسنري (اجیر) ته په دې خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي".

دا بحثونه وروسته له هغې د افغانستان په سیمه ییزو رسنیو کې بیا پیل شول، چې د بلک واټر خصوصي امنیتي امریکایي شرکت مشر ایریک پرنس، تیره اونۍ د طلوع تلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دغې جګړې په خصوصي کولو ټینګار وکړ.

د بلک واټر شرکت په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو په ملاتړ په جګړو کې هم برخه اخیتسې ده.

د دې اونۍ په سرکې د افغانستان د مشرانو جرګې هم په دې مسله د بحث پر مهال بهرنیو خصوصي شرکتونو ته د افغانستان د جګړې د مسولیت سپارلو سره کلک مخالفت څرګند کړی وو.

XS
SM
MD
LG