د لاس رسي وړ اتصالات

ستولټنبرګ د ناټو له غړو هیوادونو وغوښتل چې د وسلو تولید زیات کړي


د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ په یوه مرکه کې چې د شنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱مه) د جرمني رسنیو خپره کړه، په اروپایي متحدینو غږ وکړ چې د اوکراین د ملاتړ لپاره د وسلو تولید زیات کړي او له مسکو سره د "لسیزو احتمالي مخامخ کیدو" مخنیوی وکړي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له یوې مهمې غونډې او د روسیې او اوکراین د جګړې د دویمې کلیزې په درشل کې ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې "موږ نوي کولو او د خپل صنعتي مرکز چټک پراخولو ته اړتیا لرو ترڅو اوکراین ته اکمالات زیات او خپلې زیرمې ډکې کړو. "

هغه د جرمني ورځپاڼې ویلټ ام سونټاګ، ته وویل: "دا پدې معنا ده چې د سوله ییز عادي وخت [له تولید] څخه د شخړو د وخت د لوړ سرعت د تولید کچې ته مخه کړو."

په عین حال کې، د جرمني د پوځ لوی درستیز ویلي چې د هیواد پوځ اړتیا لري چې د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو له امله په پنځو کلونو کې "جګړې ته چمتو" وي.

د جرمني د پوځ لوی درستیز جنرال کارسټن بریور "د ویلټ" ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ به خپره شي، ویلي چې د سړې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې د لومړي ځل لپاره هیواد "د بهر څخه د تپل شوې جګړې د احتمال سره مخ دی."

جنرال بریور وویل، چې د جګړې لپاره په چمتووالي کې د "ذهنیت بدلون" او همدارنګه د جرمني د پوځي روزنې او ظرفیت لوړول شامل دي.

د سټولټنبرګ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین له خوا د روسي ځواکونو پر وړاندې جګړه درېیم کال ته غځیږي او دې هیواد د مرمیو، مهماتو او نورو پوځي مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

لویدیځو مشرانو هم د اوکراین سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده. د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د امریکا له قانون جوړونکو وغوښتل چې د اوکراین لپاره د پوځي مرستو بسته تصویب کړي چې د اوږدې راهیسې ځنډول شوې او خبرداری یې ورکړ چې کیف ددې کار پرته د روسیې د یرغل مخه نه شي نیولی.

سټولټنبرګ وویل: "د هیڅ یو متحد په وړاندې سمدستي کوم احتمالي پوځي ګواښ نشته. په ورته وخت کې، موږ د ناټو هیوادونو په وړاندې د کرملین لخوا منظم ګواښونه اورو."

د ناټو سرمنشي په دغه اتحاد کې د هیوادونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، په اوکراین کې د روسیې له خوا نږدې دوه کلن یرغل وښوده چې "په اروپا کې سوله نشي تضمین کیدای. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG