د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو استازی: خلیلزاد د سولې لپاره کار کوي، نه د قواوو پر ویستلو


د ناټو ملکي مامورین وایې چې په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل وخت اوس ښه موقع برابره شوې ده.

په افغانستان کې د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی کورنیلیوس زمرمن وایې چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کار روان دی او پدې هڅو کې د افغان حکومت ونډه ډېره مهمه ده.

له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې زمرمن د سولې لپاره د امریکا د حکومت د خاص استازي زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې دي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي د ماموریت دوره پاې ته رسېدلې او پرځاي یې برېټانوی ډېپلومات نېکولاس کې ټاکل شوی دی. کې اوس په کابل کې د برېټانیا سفیر دی

زمرمن ویلي چې امریکايي مرکچیان د بهرنیو قواوو د وتلو په سر موافقه نه بلکې د سولې لپاره کار کوي.

زمرمن له حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو نه حاضرېدل، یو "بن بست" بولي.

بشپړه مرکه دلته وګورئ.

د ناټو استازی: خلیلزاد د سولې لپاره کار کوي، نه د قواوو پر ویستلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

XS
SM
MD
LG