د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د طالبانو د بریدونو زیاتیدل د هغوی د وارخطايۍ نښه ده


د تیرې پنجشنبې په ورځ ذ ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه په بروسل کې غونډه وکړه.
د تیرې پنجشنبې په ورځ ذ ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه په بروسل کې غونډه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، کورنلیوس زیمرمن تیره اونۍ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په هکله د پریکړو رضایت څرګند کړ او ویې ویل چې ناټو یوځل بیا په دې غونډه کې افغانستان سره خپلې مشروطې ژمنې تازه کړې.

ښاغليزیمرمن وویل " ناټو پریکړه کړې چې د روزنې او مشورې د ورکولو له پروګرام سره خپلې هڅې زیاتې کړي، همداشان د دفاع وزیرانو په سیاسي اړخ کې ټینګ اقداماتو ترسره کولو غوشتنه کړې. د دې معنی په افغانستان کې د سولې او پخلاینې بهیر پرمخ وړل او په دې لړ کې د افغانستان ګاونډیان بوختول، تر څو ستاسو په هیواد کې یو داسې هواری رامنځ ته شي چې د ټولې سیمې په ګټه وي".

د ناټو ملکي استازي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو په اړه وویل چې د سرتیرو شمیر کچه ښه ده او دا ټولې هڅې د افغان امنیتي ځواکونو د قابلیتونو او مسلکيتوت د کچې د لوړولو لپاره ترسره کیږي تر څو هغوی خپلو دښمنانو سره په موثره توګه جګړه پرمخ بوځي.

همداشان د ناټو ملکي استازي وویل چې د یو شمیر هیوادونو د دفاع د وزیرانو څخه یې اوریدلي چې افغانستان ته نور سرتیري هم استوي.

د ناټو ملکي استازي د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت کې د قطر او متحده عربي اماراتو شاملیدل خورا مهم وګڼل او ویې ویل چې تراوسه لا څرګنده نه ده چې دا دوه هیوادونه به د قاطع ملاتړ په ماموریت کې څه ډول رول ولري.

کورنلیوس زیمرمن په افغانستان کې د سولې ورو بهیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې باید د سولې او پخلاینې په برخه کې له صبر کار واخیستل شي.

ښاغليزیمرمن وویل " زه فکر کوم چې تاسو باید د یو څه صبر څخه کارواخلئ، د پوځي هڅو زیاتیدل پر طالبانو باندې فشارونه زیاتوي، چې یو شمیر طالبان به ممکن ژر او یا وروسته دا درک کړي، چې هغوی جنګ نه شي ګټلی، بناً هغوی به د سولې پخلاینې په اړه فکر وکړي".

د ناټو دغه لوړپوړې چارواکي وویل چې په ورته وخت کې دې فکر کوي چې افغان حکومت باید تل د سولې په خبرو کې د هغو سره چې پخلاینې ته لیواله دي، وسلې په ځمکه ږدي، غواړي چې د تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او اساسي قانون منلو ته چمتو دي بوخت پاتې کیدو ته لیواله اوسي.

همداشان د ناټو دغه چارواکي په افغانستان کې د سولې په برخه کې یو لړ اقداماتو یادونه وکړه او ویې ویل چې دې فکر کوي چې هغو طالبانو لپاره چې سولې، پخلاینې او په ټولنه کې د بیرته میشته کیدو سره لیوالتیا لري، پوځي او سیاسي اقداماتو او تماسونو ته اړتیا ده.

هغه د پاکستان د دریځ په اړه وویل چې زه د پاکستان په هکله خبرې نه شم کولی، خو د ناټو په هکله خبرې کولی شم د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پر پاکستان په لوړ اواز د یوې جوړونکي بوختیا غږ وشو.

هغه په افغانستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د بریدونو د زیاتیدو په اړه وویل چې وسله والو مخالفانو په پوځي ډګر کې د ماتې وروسته دغسې بریدونو ته مخه کړې ده.

ښاغلي زیمرمن وویل" پوځي څیرونکي وایي چې دا د هغوی د وارخطایۍ نښه ده، د دې لپاره چې طالبانو د جګړې په ډګر کې څه ترلاسه نه کړل، هغوی خپله ستراتیژۍد تروریستي بریدونو ته واړوله، چې په یقین هغوی په کې په نښه کیږي چې په جګړه کې شامل نه دي".

هغه د راتلوونکي په اړه وړاندوینه ګرانه وبلله، خو ویې ویل چې په دا یې په افغانستان کې دوهم ماموریت دی او دی پر افغانانو او افغانستان باورلري او دا ګڼي چې دا هیواد د یو تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره یو ښه چانس په مخ کې لري، که څه هم دا کار به یو څه وخت واخلي، خو مهمه داده چې په سمه پرمخ لاړ شي تر کومه چې د ناټو پورې اړه لري ترهغې چې افغانان ورته اړتیا لري ورسره به مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG