د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي، دغه تړون په افغانستان کې خپل ماموریت او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو افغانستان د داعش په تروریستي خلافت باندې بدل نشي.
ښاغلي ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) د ناټو د پارلماني شورا په ۶۶ غونډه کې وویل: "له متحدینو څخه هیڅ یو نه غواړي چې له اړتیا وړاندې په افغانستان کې پاته شي. خو نشو کولای چې دا خطر ومنو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل شي، چې زمونږ پر هیوادونو باندې بریدونه طرحه او تنظیم کړي."
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیره اونۍ امر وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ پورې له افغانستان څخه ۲۰۰۰ امریکایي پوځیان بیرته هیواد ته ستانه شي. اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي.
د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون راکمیدو او په هغه هیواد کې د داعش تروریستي فعالیتونو ته په اشارې وویل: "نشو کولای داعش ته اجازه ورکړو چې افغانستان د خپل تروریستي خلافت مرکز کړي، کوم چې په سوریه او عراق کې یې له لاسه ورکړ."
ښاغلي ستولتنبرګ همداشان وویل چې په افغانستان کې د ناټو راتلونکی شتون به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې مشخص شي چې د فبرورۍ په میاشت کې جوړیږي.
هغه په افغانستان کې د ناټو ماموریت د دوام په اړه د تصمیم نیول مشکل وګاڼه او وویل: "یا پاته کیږو او د پوځي ماموریت د دوام بیه ادا کوو. یا هم وځو او د حاصل شویو لاسته راوړنو د بایللو خطر او د سولې د بهیر تزلزل منو."
د ناټو عمومي منشي وویل چې اوس په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو وخت ندی: "باید په یاد ولرو چې یو ځای افغانستان ته تللي وو او هر وخت چې فرصت مناسب وي په یو هم آهنګه کړنلاره له هغه هیواد څخه باید یوځای سره ووځ."
د امریکا – طالبانو د موافقې له مخې چې د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې په دوهه کې لاس لیک شوه، په هغه صورت کې چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون د ترهګرو ډلو سره د اړیکو د غوڅولو، تاوتریخوالي کمولو او د افغانستان د حکومت سره د مذاکراتو په اړه خپلو ژمنو ته وفادار پاته شي بهرني ځواکونو به د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.
خو تر اوسه نه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات په رسمي بڼه پیل شوي او د امریکایي پوځي مقاماتو په وینا نه هم د طالبانو ډلې د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه قطع کړي دي.