د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: طالبانو ته وایو مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو


 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، نن د چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې ناټو به په افغانستان کې پاتې شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، نن د چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې ناټو به په افغانستان کې پاتې شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، نن د چهارشنبې په ورځ د شمالي اتلانتیک سازمان ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د دو ورځینو غونډو د پیل لږ وړاندې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې طالبانو ته یې پیغام دا دی چې ناټو به په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي.

سټولټنبرګ وویل "زمونږ پیغام دادی چې مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو چې افغان ځواکونه وروزو ترڅو افغان ځواکونه بیا له طالبانو سره جګړه وکړي ".

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزمن دی، خو هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د حالاتو د خرابیدو مخه نیولې او وسله وال مخالفان په دې نه دي توانیدلي چې د کوم ولایت مرکز ونیسي.

هغه وویل چې تر دریو زرو پورې نوي پوځي روزونکي به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره راتلوونکي کال ته افغانستان ته واستوي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې ناټو ځواکونه به بیرته پوځي ماموریت ته ورستانه نه شي، خو د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت ترڅنګ د دغو ځواکونو تجهیز او تمویل ته هم دوام ورکوي.

ښاغلي سټولټنبرګ، په افغانستان کې د راروانو ټاکنو په هکله وویل چې دا ځواکونه به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي، ترڅو دا ځواکونه د ټاکنو لپاره امنیت ټینګ وساتي.

د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به نن او سبا ته د شمالي اتلانتیک سازمان ناټو په جوړښت، شمالي کوریا او د افغانستان په مسله په جلا غونډو کې خبرې وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه غونډه به د پنجشنبې په ورځ جوړه شي او په دې غونډه کې به د نږدې درې زرو نوو سرتیرو د هیوادونو ونډه به هم څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG