د لاس رسي وړ اتصالات

د پوتین د سیاسي مخالف شبکه د تروریستي سازمانونو لیست کې شامله شوه


الیکسي نوانلي د روان کال د پیل راهیسې په روسیه کې بندي دی.
الیکسي نوانلي د روان کال د پیل راهیسې په روسیه کې بندي دی.

په روسیه کې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سیاسي مخالف، الیکسي نوانلي سیاسي شبکه د تروریستي او افراطي سازمانونو په لیست کې واچول شوه.

پخپله نوانلي په زندان کې دی او روسیه کوښښ کوي چې د هغه په مشرۍ خوځښت چې د ښاغلي پوتین سیاسي مخالف بلل کیږي، وتړي.

د الیکسي نوانلي سیاسي شبکه د روسیې په هغه لیست کې اچول شوې چې د اسلامي دولت یا داعش ډله او د القاعده شبکه پکې ده. پدې ډلو په روسیه کې بندیز دی او غړي او ملاتړ کوونکي یې د زیاتې مودې لپاره په زندان کې اچول کیدی شي.

ښاغلي نوانلي سیمه ایزه شبکه او د فساد ضد بنسټ لري خو تر اوسه معلومه نده چې روسیې د تررویستي او افراطي سازمانونو په لیست کې د دې شبکې اچول د څارنوالو په غوښتنه کړې که نه.

څارنوالانو د همدې میاشت په سر کې د دې اقدام غوښتنه کړې وه. د ښاغلي نوانلي د ادارو یو پخواني مامور هم ویلي چې دا اقدام په محکمې کې د روانې قضیې سره تړاو لري.

بل پلو د نوانلي یو مهم سلاکار ویلي چې د هغه په مشرۍ سیمه ایزه شبکه د محکمې د حکم نه وړاندې لغوه کیږي ځکه چې پلویانو او غړیو ته یې خطر پیښیږي.

الیکسي نوانلي دا سیمه ایزه شبکه په ۲۰۱۸ کال کې کله چې هغه د جمهوري ریاست ته کاندید و، جوړه کړې وه.

الیکسي نوانلي چې ۴۴ کاله عمر لري، د همدې کال د جنوري په میاشت کې کله چې د جرمني نه روسیې ته ستون شو، ونیول شو.

هغه جرمني ته د درملنې لپاره تللی و ځکه چې زهر ورکړل شوي و او نوانلي یې تور په جمهور رئیس ولادیمیر پوتین اچولی و خو کرملین دا ادعا رد کړې .

XS
SM
MD
LG