د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا د نوې بڼې له کبله ډیر ماشومان په روغتونو کې بستر شوي


امریکا کې د کرونا نوې بڼې له کبله ډیر ماشومان په روغتونو ک بستر شوي.
امریکا کې د کرونا نوې بڼې له کبله ډیر ماشومان په روغتونو ک بستر شوي.

د امریکا د نیویارک په ایالت کې د روغتیایي چارو مسؤلینو پداسې حال کې د کرونا د نوې بڼې له کبله په روغتونو کې د ډیرو ماشومانو د بستر کیدو خبر ورکړی چې سپینې ماڼۍ ژمنه کړې په هیواد کې به د کویډـ۱۹ بیمارۍ د معایناتو د کمښت ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د نیویارک ایالت د عامې روغتیا ریاست په یوې اعلامیې کې خبردرای ورکړی چې د کرونا د نوې بڼې له کبله په روغتونونو کې د ماشومانو بستر کیدنه مخ په ډیریدو ده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د روانې ډسمبرمیاشتې د ۵مې نه تر روانې اوونۍ پورې یوازې د نیویارک په ښار کې د هغو ماشومانو د بستر کیدو شمیر څلور چنده ډیر شوی چې عمرونه یې د ۱۸ کالونو ټیټ دي.

د نیویارک عامې روغتیا ریاست همدرانګه ویلي چې تقریباً د پنځوسو فیصدو څخه ډیر چې په روغتونونو کې د کرونا د نوې بڼې له کبله په روغتونونو کې بستر شوي، عمرونه یې د پنځو کالونو ټیټ دي چې د کرونا ضد واکسین لپاره هم په شرایطو ندي برابر.

دغه ماشومان د کرونا په نوې بڼې پداسې حال کې په ډیر شمیر اخته شوي چې په متحده ایالاتو کې په کویډـ۱۹ بیمارۍ د اخته شویو کسانو شمیر هم مخ په ډیریدو دی.

د جان هاپ کنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په امریکا کې په تیرو ۷ ورځو کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۹۰ زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا نوې بڼه پداسې حال کې په چټکۍ په خپریدو ده چې د مسیحانو د اختر او نوي کال په مناسبت رخصتۍ پیل شوي. ډیری وخت امریکایان پدې ورځو کې سفرونه کوي او یا د خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي.

د کرونا د وبا په چارو کې د سپینې ماڼۍ سلاکار ډاکټر انتوني فاوچي د یکشنبې په ورځ د معایناتو په برخې کې ستونزه ومنله او هوډ یې وکړ چې بله میاشت به د ډیرو امریکایانو لپاره د معایناتو شرایط برابر کاندي.

XS
SM
MD
LG