د لاس رسي وړ اتصالات

امرالله صالح: انګیرم چې کرونا ویروس ته مو ماتې ورکړې


د لسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د لسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال او د کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې مشر امرالله صالح وايي په افغانستان کې د کرونا ویروس لیکې (منحني) ماتې شوې دي.

ښاغلي صالح نن شنبه جولای۴(چنګاښ۱۴) پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې په افغانستان کې په روغتیايي سیستم او یوناني درملو کارولو سره یې له کرونا سره مبارزه وکړه.

هغه په دې اړه لیکلي دي چې په خپل کلي کې یې لسګونو ځوانان، د منځني کچي خلک او عمر خوړلي کسان لیدلي او انګیري چې هغوی ټولو کرونا ته ماتې ورکړې ده. وايي د کرونا سره یې مبارزه د هېواد په روغتیايي سیستم او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره په لرغونیو دودیزو یوناني درملو کړې ده.

امرالله صالح د تیرې غبرګولې میاشتې پر ۱۵ ویلي و چې د کورنۍ نیمايي غړي او د دفتر سم نیمايي همکاران یې په کرونا ویروس اخته شوي و.

ښاغلي صالح د همدې میاشتې پر ۱۳مه هم ویلی و، که چیري افغانان وکولای شي د راتلونکي زمري میاشتې تر نیمايي پوري د کرونا ملا ماته کړي او په دغه ویروس د اخته کېدو شمير را کم شي ډير احتمال شته چې د کال تر پایه افغانستان له دغه ویروس څخه خلاص شي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال او له کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې مشر امرالله صالح پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې ۳۲۶۷۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۸۲۶ نور مړه شوي دي.

بلخوا تیره شپه په اقتصاي او پراختیايي چارو او له فقر سره د مبارزې برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر هم د کرونا ویروس له امله ساه ورکړه.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر غرمې جولای۴ (چنګاښ۱۴) پورې ۵۲۵۳۹۱کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG