د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۷۸۴ ته ورسېدې


کابل ښار کې د مکروب ضد دوا پاشي هڅې
کابل ښار کې د مکروب ضد دوا پاشي هڅې

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۰ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن چهارشنبه اپرېل ۱۵(وري ۲۷) ویلې چې د روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس د ۵۴۲ مشکوکو نمونو معاینات شوي چې ۷۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

ښاغلي مایار زیاته کړې چې له دغه تازه ثبت شوو پېښو څخه ۳۱ یې کابل، ۲۲ هرات، ۳ کندهار،۳ غزني،۲ میدان وردګ، ۲ کونړ، ۲ ننګرهار، ۲ فاریاب، ۱ ارزګان، ۲ نیمروز او یوه هم په بغلان کې ثبت شوې ده.

په کونړ او ارزګان کې د مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې کرونا ویروس ۲۹ ولایتونو ته وغځېدی.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد چې تر ټولو زیاتې په هرات، کابل او کندهار ولایتونو کې دي.

پر همدې مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ویلي چې په دغه ولایت کې په کروناویروس اخته دوه تنه مړه شوي دي. خو روغتیا وزارت تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

روغتیا وزارت تېره ورځ وویل چې تر دا مهاله په هیواد کې د کروناویروس له امله ۲۳ تنه مړه شوي او ۴۰ تنه نور ورڅخه روغ شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن چهارشنبې تر سهار اپریل ۱۵ (وري ۲۷) پورې ۱۲۷۵۹۰ کسان مړه کړي او څه کم دوه میلیون پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG