د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو له امله ۲۶ تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ٢۵۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۶ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۵) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۵۱مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ٢۵۶يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۹۷۴۰ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۲۶تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۰۱ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۹۰ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳٨۵۰۰ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG