د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۵۷ تنه نور کرونا نیولي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۲۳۱ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۲۳۱ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۵) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۲۹ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۵۷ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۲۳۱ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تن مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۰۷ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۸۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷۹۸۲ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG