د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۱۵ ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۳۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۲ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۱۵ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۲۳ په هرات، ۲ کندهار، ۷ پکتیا، ۳۸ بلخ،۱ننګرهار، ۴ بادغیس، ۲نیمروز، یوه لغمان، ۲۰ غور، ۱۲ پکتیکا او ۲ په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او بلخ ولایت کې د کرونا ویروس له ۳ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۱۸۶ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس څخه ۷۶تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۳۷۳۹ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن سې شنبې تر غرمې جولای ۲۱(چنګاښ۳۱) پورې په نړۍ کله د کرونا ویروس له امله ۶۰۹۹۸۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۴ میلیون نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG