د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو له حکومت او طالبانو نه د بندیانو ازادېدو په اړه وضاحت غوښتی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت او طالبانو څخه د بندیایانو ازادولو په اړه وضاحت غوښتې ده.

یاد کمېسیون نن یکشنبه جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۹) په یوې اعلامیې کې له دواړو لورو څخه غوښتي چې له هغوی سره بند کې د پاتې کسانو په اړه هر اړخیزه معلومات د خلکو په واک کې ورکړي.

د بشري حقونو کمېسیون وايي که څه هم د یو شمېر بندیانو د نه ازادولو له امله د سولې بین الافغاني خبرو ځنډېدو اندېښمن کړي، خو وايي د قربانیانو حقوق هم باید له پامه ونه غورځول شي.

د بشري حقونو کمېسیون په اعلامیه کې راغلي:"په وروستیو کې د افغانستان حکومت څرګنده کړې چې نشي کولای ۵۹۲ تنه طالب زندانیان د هغو جرمونو له امله چې تر سره کړي دي،ازاد کړي،د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دولت څخه غواړي چې د دې بندیانو د وضعیت په اړه کره اطلاعات د خلکو په واک کې ورکړي."

د بشري حقونو کمېسیون له بندیانو سره پر عادلانه چلند په ټینګار سره ویلي چې حکومت باید د دغه طالب زندانیانو د څارنې امکان ورته برابر کړي چې د هغوی وضعیت و ارزول شي.

له طالبانو د بشري حقونو کمېسیون غوښتنه

د بشري حقونو کمېسیون له طالبانو سره هم د بندي کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او غوښتي چې د بندیانو وضعیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

یاد کمېسیون ویلي چې د راپورنو له مخې طالبانو تر دامهاله د افغان حکومت ۷۰۰ امنیتي او دفاعي سرتیري ازاد کړي دي.

د بشري حقونو کمېسیون له طالبانو څخه د جګړې اړوندو نیول شوو بندیانو د شمېر غوښتنه کړې او ویلي طالبان باید د بشري حقونو کمېسیون ته له یادو بندیانو څخه د نظارت امکانات برابر کړي.

کمېسیون زیاتوي په داسې حال کې چې په زندانونو کې هم د کرونا وبا ګواښ موجود دی، باید دواړه لوري درېیم ګړي ته اجازه ورکړي چې د بندیانو د وضعیت څارنه وکړي.

افغان حکومت او طالبانو د بشري حقونو د دې غوښتنو او وړاندیزونو په اړه تر دامهاله څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره اونۍ وویل چې تر دا مهاله د افغان حکومت لخوا د طالبانو ورسپارل شوي لېست په اساس څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان ازاد شوي دي.

یادې شورا ویلي چې څه کم ۶۰۰ طالب بندیان ځکه نه ازادوي چې په حق العبدي مسائل تورن دي.

تیره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه ۶۰۰ کسان جدي ستونزې لري او خوشې کول یې د ملي او نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره څو ځل نیټې ټاکلي چې طالبانو رد کړي او ټینګار یې کړی چې لومړی باید په لېست کې شامل ۶۰۰ بندیان خوشې شي.

XS
SM
MD
LG