د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۷۶۷۶ ته پورته شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اګست۱۷مه(زمري۲۷مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۵۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۷ مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۱ په کابل، ۲۵ هرات، ۱۷ بلخ،۲ بامیان، ۴ تخار، ۵ ننګرهار، یوه بغلان، ۳ کندز، ۵ دایکندي، ۲ بدخشان او ۲ پنجشېر کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۶۷۶ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په دوو ولایتونو تخار او پکتیکا کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۷۷ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې ۸۹ تنه نور له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۷۳۱۲ ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۶۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG