د لاس رسي وړ اتصالات

تیرو شپږ میاشتو کې افغانستان کې لس خبریالان وژل شوي


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي د ۲۰۱۷ کال لومړیو ۶ میاشتو کې د تیرکال پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي د ۲۰۱۷ کال لومړیو ۶ میاشتو کې د تیرکال پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې سه شنبه ( جولاۍ ۲۵) د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه تازه رپوټ خپور کړ.

د دغې کمیټې مشر نجیب شریفي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په تیرو شپږ میاشتو کې لس افغان خبریالان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

نجیب شریفي وویل، چې په دې موده کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پیښې ثبت کړي دي .

ښاغلي شریفي وویل" په دغه موده کې د لسو تنو د وژل کیدو او دولس تنو د ټپي کیدو سربیره، د ۱۹ خبریالانو د وهلو ډبولو پیښې، د ناوړه چلند ۱۸ پیښې د نیولو پنځه پیښې، د ګواښونو شپږ پیښې او د توهین او له غونډو د ایستلو درې پیښېشبت شوي دي".

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې په دې رپوټ کې د لسو خبریالانو د وژلو او دولس تنو نورو د ټپي کیدو مسولیت پر طالبانو او داعش ډلو اچول شوی دی.

په دې رپوت کې په تیرو شپږ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۳۴ پیښو مسولیت د افغان حکومت پورې مربوطو چارواکو په غاړه اچول شوی او ویل شوي چې دا شمیر د ټولو ثبت شوو پیښو ۴۶ فیصده جوړوي.

په دې رپوټ کې طالبان او داعش د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د مسولیت په برخه کې په دوهم قطار کې ولاړ دي. همداشان د پارلمان او ولایتي شوراګانو غړي، والیان، سیمه ایز زورواکي او ناڅرګند کسان، د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر وویل، چې ناامنۍ په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو شمیرکم کړی دی.

ښاغلي شریفي وویل، چې اوس مهال د پنجشیر په ګډون د افغانستان په لسو ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله او کارکونکې نشته دی.

XS
SM
MD
LG