د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو لپاره د بشر دوستۍ له مخې د مهاجرت د غوښتنلیکونو د رد امکان


د تازه شرایطو له مخې ښایي د بشر دوستۍ له مخې د مهاجرت لپاره د ډیرو افغانانو غوښتنلیکونه رد شي.
د تازه شرایطو له مخې ښایي د بشر دوستۍ له مخې د مهاجرت لپاره د ډیرو افغانانو غوښتنلیکونه رد شي.

په امریکا کې د کډوالو د چارو یو شمیر مدافع وکیلان او د بشري حقونو فعالین وایي چې د متحده ایالاتو د مهاجرت اداره ښایي د بشري اړتیا له مخې د افغانانو لپاره د بشر دوستۍ د حس له مخې د مهاجرت یا د موقت اوسیدو لپاره د Humanitarian Paroleغوښتنلیکونه رد کړي.

د ګریک سسکنډ په نامه د مهاجرت یو وکیل پدې هکله په ټویټر کې لیکلي چې د متحده ایالاتو د کډوالو د چارو ادراه د دغو ویزو د تر لاسه کولو په خاطر د افغانانو لپاره شرایط سختوي او ښایي چې په همدې دلیل د ډیرو متقاضیانو غوښتنلیکونه ونه منل شي ځکه چې دا شرایط نشي پوره کولی.

ښاغلي سسکنډ ویلي چې کوم شرایط چې د امریکا د کډوالو د چارې ادارې په نظر کې نیولي، ښایي د دې اسنادو ډیری شمیر متقاضیان د جدي ګواښونو او خطرونو سره مخ نه وي او له همدې کبله به په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو لپاره د ویزو د تر لاسه کولو شرایط پوره نشي کړی.

خو بل پلو بیا د مهسا خان بابي په نامه د مهاجرینو یوه ملاتړې د امریکا د کډوالو د چارو د ادارې د ارزیابۍ بهیر او دا جدي شرایط بې ځایه بولي.

مهسا وایي د متحده ایالاتو د کډوالو د ادارې دا شرایط په اساسي توګه داسې معنی ورکوي چې باید د طالبانو لخوا یو مکتوب دې ادارې ته ورکړل شي چې پکې لیکل شوي وي "په تاسو (د ویزو په متقاضیانو) برید نکوو. واضح خبره ده چې دا د اجر وړ ندی. په افغانستان کې وضعیت په اوس وخت کې ډیر خطرناک او د اندیښنې وړ دی".

د بشري اړتیا له مخې Humanitarian Parole د خطر سره مخ افغانانو ته ورکول کیږي. دغه افغانان کولی شي چې د دې اسنادو په تر لاسه کولو سره تر دوو کالونو په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.

د متحده ایالاتو د کډوالو ادارې په تیرو دریو میاشتو کې څه د Humanitarian Parole لپاره د افغانانو څه باندې ۳۰ زره غوښتنلیکونه تر لاسه کړیدي.

د مهاجرینو د چارو فعاله مهسا خان بابی د امریکا د کډوالو د چارې د ادارې دا اقدام چې د دغو غوښتنلیکونو لپاره یې شرایط سخت کړي، "غیر عادلانه او نه منلو وړ" وبوله.

د امریکا د کډوالو د چارې ادارې یوې ویاندې ویکټوریا پامر امریکا غږ ته وویل چې دې ادارې د روان کال د جولای د میاشتې راهیسې د Humanitarian Parole لپاره د افغانانو څه باندې ۱۱۵ غوښتنلیکونه منظور کړي چې د امریکا نه بهر ژوند کوي.

خو ویاندې دا ونه ویل چې د نویو شرایطو د تطبیق کیدو نه وروسته دې ادارې د څومره افغانانو غوښتنلیکونه رد کړیدي، ځواب ونه وایه.

XS
SM
MD
LG