د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي د نیویارک حمله یو ترهگریز عمل دی


د نیویارک د پولیسو قوماندان جیمز او نیل یوه مطبوعاتي غونډې ته ویلي دي چې په نیویارک کې د سه شنبې په ورځ یو ٢٩ کلن کس هغه وخت پولیسو وویشته او وی نیوه چې هغه د ښوونځي د یو بس سره خپل موټر ټکر کړ او بیا وتښتیده. په دغه پیښه کې اته تنه ووژل شول.

د امریکا د کورني امنیت د چارو وزارت دغه پیښه یو ټرورستي عمل وباله.

کله چې د پولیسو د قوماندان نه یو کس دا وپوښتل چې داسي اوازې دي چې دغه حمله کونکي د یرغل نه مخکې د الله اکبر نعرې وهلي نو هغه په ځواب کې وویل چې تر اوسه پورې چې څومره تحقیقات شویدي، د هغې نه داسي څرگنده شویده چې دا یو ترهگریز برید و.

ښاغلي اونیل وویل چې پولیس نه غواړي د حمله کونکي هویت اوس څرگند کړي.د نیویارک گورنر وایي چې داسې ښکاري دغه حمله کونکي په یواځې سر دغه کار کړیدی.

"تراوسه پورې داسي شواهد نشته چې گوندي دا حمله د یوې لوی توطیې جز وي. دا د یواځي یو کس عمل دی چې غواړي خلکو ته تاوان ورسوي او مړه یې کړي."

ښاغلي اونیل وویل چې حمله کونکی تقریبا د ماسپښین په دری بجې په کوز منهاټن کې د بایسیکل چلونکو په یوې لارې چې د خلکو گڼه گوڼه پکې وي، خپل موټر وروست.

په دغه حمله کې دوه تنه ماشومان او دوه لویان هغه وخت زخمي شول چې هغه خپل موټر د ښوونځي د یو بس سره ټکر کړ.

د نیویارک د ښار د پولیسو قوماندان وایي چې حمله کونکي په دغه یرغل کې د یوه کرایي پک اپ موټر نه استفاده کړیده.

جمهور رئیس ډونالډ‌ ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي چې "مونږ به د اسلامي دولت ډلې ته چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې مو ورته ماتې ورکړیده، اجازه ورنکړو چې بیرته راشي او یا امریکا د رادننه شي."

د نیویارک ښاروال ویلي چې دغه یوه "بزدلانه ترهگریز برید" وو.

یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي چې برید کونکی د ازبکستان تبع دی چې په ٢٠١٠ کال کې امریکا ته راغلی و. دغه حمله کونکی سیف الله حبیب الله ایوچ سائپوف نومیده.
د دې حملې نه مخکې تیر کال په اروپا کې هم دغه ډول ټرورسټي بریدونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG