په نایجیریا کې د ترهگرې ډلې بوکوحرام په یوې خونړۍ حملې کې ٦٥ تنه وژل شویدي.
د نایجیریا دولتي ټلویژن د یو حکومتي چارواکي محمد بولاما ویلي دي چې د بوکوحرام ډلې په هغه کسانو حمله کړیده چې د یوې جنازې نه بیرته راروان و، شاوخوا ٦٥ تنه یې وژلې دي.
دغه پیښه د نایجیریا په شمال ختیځ کې د بورنو په ښار کې شویده.
په نایجیریا کې په وروستیو کې د ترهگرې ډلې بوکو حرام په فعالیتیونو کې زیاتوالې راغلی دی چې حکومت یې پر خلاف اقامات کوي.
ښاغلي محمد بولاما وویل چې داسي ښیي بوکوحرام د هغه عملیاتو غچ اخیستی وي چې ١١ ترهگر پکې وژل شوي و.