د هند د لویدیځ په یو جهیل کې د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله د نهو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.
چارواکي وايي، په کښتۍ کې ۲۷ تنه سپاره و او د لټون عملیات دوام لري.
دا پېښه په ګجرات ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ډله زده کوونکي د خپل ښوونځي له خوا په جوړ شوي پروګرام کې په سیل وتلي وو.
په لسګونو کسان د ودودره د سیمې په دغه جهيل کې د کښتۍ د ډوبېدو په ځای کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي.
د روغتون کارکوونکو او سیمه ایزو چارواکو فرانس پرس ته ویلي چې په قربانیانو کې له لسو کلونو کم عمره ماشومان او د هغوی یو ښوونکی شامل دی.
سیمه ایز چارواکي وايي، په کښتۍ کې ۲۷ تنه سپاره وو او د ډوبېدو لامل یې سمدستي نه دی څرګند شوی.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې. هغه په خپل ټویټر (ایکس) حساب کې لیکلي: "د غم په دغه شیبه کې زما فکر د غمجنو کورنیو سره دی... ځايي اداره له زيانمنو شويو سره هر ډول ممکنه مرستې کوي."
د ودودره د ښاروالۍ کمیشنر دلیپ رانا فرانس پرس ته د تلفاتو شمیر تائید کړ خو د قربانیانو په اړه یې نور معلومات ورنکړل.
د هند په اوبو کې د کښتیو د اوښتو مرګونې پیښې معمول دي.
تېر کال په جنوبي ایالت کیرالا کې لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه مهال مړه شول چې د دوی د دوو چتونو لرونکې سیاحتي کښتۍ ډوبه شوه.
ژغورونکو ځايي رسنیو ته ویلي، چې ددغې پیښې پر وخت ډېرو مسافرو د ژغورنې جاکټونه نه وو اغوستي.
فورم \ دبحث خونه