د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې په چاودنو کې د امنیتي سرتیرو په ګډون ۱۶ کسان ژوبل شوي


خیبر پښتونخوا کې امنیتي ادارې وايي چې جنوبي وزيرستان او بنو کې په درو جلا بمي چاودنو کې شپږ پوليس، درې پوځيان او اووه ملکيان ژوبل شوي او يو وژل شوی.
خیبر پښتونخوا کې امنیتي ادارې وايي چې جنوبي وزيرستان او بنو کې په درو جلا بمي چاودنو کې شپږ پوليس، درې پوځيان او اووه ملکيان ژوبل شوي او يو وژل شوی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزيرستان او بنو کې په درو جلا جلا بمي چاودنو کې شپږ پوليس، درې پوځيان او اووه ملکيان ژوبل شوي او يو وژل شوی دی.

د کوز جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر امین وزیر وايي چې د ډسمبر پر ۳۱ (مرغومی ۱۱) د جنوبي وزيرستان له اعظم ورسک بای پاس سره په موټر سايکل کې د اېښودل شوي بم چاودېد په نتيجه کې يو ولسي وګړی ووژل شو او پنځه نور ژوبل شول.

نوموړی زياتوي، تر دې وړاندې بله پېښه په دژه غونډۍ سيمه کې هغه وخت وشوه کله چې د پوځ پر موټر د ماين چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يې درې پوځيان ژوبل شول.

بلخوا په بنو کې د ډسمبر پر ۳۱ په يو بمي برید کې شپږ پوليس ژوبل شوي دي. د هغې ولسوالۍ د پوليسو ویاند خان ځلا وايي چې د بنو د چاوڼۍ پوليسو د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر پر ۳۱) ګزمه کوله چې د سرای نورنګ په سيمه کې د ماين چاودنه ورباندې وشوه.

نوموړي زياته کړه، په دې پېښه کې شپږ پوليس او دوه لارويان ژوبل شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.

د دې درو واړو پېښو مسوليت لا تر اوسه چا نه دی منلی.

له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې ناامني زیاته شوې ده چې د پاکستان پوځ په وینا، هغوی يې د مخنیوي لپاره هدفي عملیاتو ته دوام وکړی دی.

بلخوا ولسونو او مشرانو د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د امنيت ټينګولو او د پوځ له خوا پر ولسي کورونو د بمباريو درولو اعلان کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG