د لاس رسي وړ اتصالات

هوايي بریدونو د داعش او طالبانو لسګونه وسله وال وژلي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې دا بریدوه د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې شوي دي
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې دا بریدوه د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې شوي دي

حکومتي چارواکي وايي،چې دننګرهار په هسکې مېنې او پچیر دګام ولسوالیو کې دهوايي بریدونو او خپل منځي جګړو له امله دداعش ډلې او طالبانو لږ تر لږه ۶۰ غړي وژل شوي،چې دوه پکې مهم قوماندان دي.

دننګرهار دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي اشنا راډیو ته وویل،چې تېر مازیګر دهسکې مېنې او پچیر دګام ولسوالیو په ګورګورۍ او هارون بابا سیمو کې بې پیلوټه الوتکو ددولت مخالف وسله وال په نښه کړي،چې ټول ټال ۶۰ کسان پکې وژل شوي دي.

هغه وايي په وژل شوو کې شل کسه دداعش ډلې غړي او پاتې نور وسله وال طالبان دي.

دعبد الزي په وینا،چې په دغه بریدونو کې ددولت له مخالو وسله والو دوه موټرې هم ویجاړې شوي دي.

خو دامنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل،چې دپچیر داګام په ولسوالۍ کې دداعش او طالبانو تر منځ نښته شوې او په پایله کې یې اته وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي،چې په وژل شویو کې دداعش ډلې دوه مهم قوماندانان معراج الدین او جلال الدین هم شامل دي.

دقوماندانۍ ویاند نه مني،چې ګوندې په اچین ولسوالۍ کې دې بې پیلوټه الوتکې برید کړی وي.

که څه هم په دې وروستیو کې دشینوارو په یو شمېر ولسوالیو کې دداعش او طالبانو تر منځ جګړې لا نه دي سړې شوي خو دامنیتي چارواکو په وینا چې له فرصت نه په ګټې اخیستنې بې پلوټه الوتکو دغه دواړو ډلو ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختیځ زون کې دملي اردو چارواکي وايي،چې په ننګرهار کې ډرون بریدونه موثر تمام شوي ،چې پر مټ یې دداعش او طالبانو ملاګانې په ماتېدو دي.

XS
SM
MD
LG