د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مقام: که یرغمل خوشې شي د غزې په جګړه کې به 'مهم' ځنډ راشي


اسرائیلي ځواکونه
اسرائیلي ځواکونه

د منځني ختیځ په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سلاکار، د شنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) وویل چې که په غزه کې د حماس له خوا یرغمل شوي کسان خوشې شي، نو د اسرائیل او حماس ترمنځ په جګړې کې به "د پام وړ وقفه" راشي.

د ولسمشر بایډن سلاکار بریټ مک ګورک په بحرین کې یوې امنیتي غونډې ته وویل: "د بشري مرستو زیاتوالی، د سونګ موادو په رسولو کې زیاتوالی، ځنډ ... هغه وخت رامنځته کیږي چې یرغمل شوي کسان خوشې شي."

هغه وویل چې د زیات شمیر یرغمل شویو خوشې کول به "د پام وړ وقفې ... او د بشري مرستو د لوی څپې" لامل شي.

د حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او د بهرنیو اتباعو په ګډون یې شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

د حماس تر برید وروسته اسرائیل هم د اکټوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه هوايي، توپچي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي. د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر ولکې لاندې دی وايي، دغو بریدونو تر اوسه له ۱۲ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي. خو د غزې د چارواکو له خوا ورکړل شوئ شمیرې د خپلواکو سرچینو له خوا نه تائید شوي او نه هم رد شوي دي.

مک ګورک وویل، چې بایډن د جمعې په ماښام د قطر له امیر سره په دې موضوع خبرې وکړې. قطر د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو مشري کوي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې بایډن او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د "حماس لخوا د ټولو یرغمل شويو کسانو پرته له کوم ځنډ د خوشې کولو په بیړنۍ اړتیا" خبرې وکړې. تر اوسه پورې د قطر هڅې د څلورو یرغمل شویو خوشې کولو لامل شوې دي.

مک ګورک د شنبې په ورځ وویل، چې په محاصره شویو فلسطیني سیمو کې وضعیت "وحشتناک" او "د نه زغم وړ" دی.

اسرائیل د ټولو یرغمل شویو بندیانو له خلاصون دمخه د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د حماس ډلې له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره هر ډول ممکنه موافقه یوازې د پوځي فشار په نتیجه کې ممکنه ده.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي، چې د بحرین په کنفرانس کې یې هم ګډون کړی و، وویل چې د بشردوستانه مرستو ځنډول د یرغمل شویو د خوشې کولو سره اړوند کول "د منلو وړ" دي.

په همدې حال کې د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسرائیلي ځواکونو د الشفا روغتون کارکوونکو او ناروغانو ته یو ساعت وخت ورکړی چې له روغتونه ووځي.

خو د اسرائیل دفاعي ځواکونو په غزه کې تر ټولو لوی طبي مرکز الشفا روغتون د تخلیې د امر رپوټ رد کړی دی.

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "په هیڅ وخت کې د اسرائیل پوځ د ناروغانو یا طبي ټیمونو د ایستلو امر نه دی کړی، او په حقیقت کې یې وړاندیز کړی چې د طبي تخلیې هر ډول غوښتنه د اسرائیل د پوځ له خوا ترسره شي."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د روغتون له رئیس سره یې د هغو کسانو لپاره چې غواړي له روغتون څخه ووځي د خوندي لارې د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

پدې رپوټ کې د فرانسې د خبري اژانس له خبر څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG