د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ځان بشپړ اتومي لرونکی هیواد اعلان کړ


شمالي کوریا ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ یې بل اتومي بم هم په کامیابۍ آزمایلی.
شمالي کوریا ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ یې بل اتومي بم هم په کامیابۍ آزمایلی.

شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ وروسته تر دې چې دوه ورځې وړاندې یې د اتومي وسلو آزموینه وکړه،‌اعلان وکړ چې " د بین القاروي، اتومي او هایدروجني بمونو په لرلو سره بشپړ اتومي لرونکی هیواد شو."
شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو لپاره د "تحفو نورې کڅوړې" هم لري. دا خبرداری پداسې حال کې ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په شمالي کوریا د نورو بندیزونو په لګولو غور کیږي.‌

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش وایي د شمالي کوریا د اتومي وسلو پروګرام نړۍ ته تر ټولو جدي خطر دی. ښاغلي ګوتریش د سه شنبې (اګست ۵مه) په ورځ خبرداری ورکړ چې " پارونکي بیانونه د ناوړه عواقبو سبب کیږي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه وویل چې د شمالي کوریا سره جنجال دې د سیاسي هلو ځلو د لارې حل شي او زیاته یې کړه چې " د ممکنه نظامي اقدام عواقب به ډیر ناوړه وي.

په همدې حال کې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل چې جنوبي کوریا او جاپان ته اجازه ورکوي چې د متحده ایالاتو نه زیاتې وسلې واخلي.‌

XS
SM
MD
LG