د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا وايي په بریالیتوب سره یې هایدروجني بم وازمایه


شمالي کوریا وايي دا یې په تاریخ کې تر ټولو ستره ازموینه وه
شمالي کوریا وايي دا یې په تاریخ کې تر ټولو ستره ازموینه وه

شمالي کوریا وايي په بریالیتوب سره یې یوه بله اتومي ازموینه وکړه چې دا ددغه هېواد په تاریخ کې شپږمه بریالۍ او ستره ازموینه بلل کیږي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه نن د دوشنبې په ورځ د ستمبر په (۴) نیټه د سهار په لسو بجو غونډه راغوښتې ده .

په ملگروملتونو کې د جاپان،بریتانیې،جنوبی کوریا او د امریکا متحده ایالاتو ماموریتونو په یو بیان کې نن د یک شنبې په ورځ دا خبره کړی ده.

بلې خوا د امریکا د دفاع وزیرجیمزمیتس د جمهور ریس ډونلډ ټرمپ او د هغه د مرستیال سره د ملاقات ورسته وویل، ،، موږ د شمالې کوریا د مکمله د تباه کولو په لارو غور نه کوو، خولکه چې مو مخکې وویل، موږ ډیری لاری چاری او غوښی لرو چې داسي وکړو،،.

ویل کیږي چې د دغه هایدروجني بم د ازموینې اندازه د شمالي کوریا د تېرکال د بل ازمایل شوي بم لس برابره زیاته وه. د شمالي کوریا تلویزون وايي چې دغه بم د راکټونو سرکلولې له یوې وچې بلې وچې ته انتقالولی شي.

په همدې حال کې د شمالي کوریا ځینو ګاونډیانو ویلي چې په ځینو سیمو کې یې زلزله شوې ده چې اصلي علت یې د همدغه هادیدروجني بم ازموینه وه. امریکايي h, جاپاني چارواکو او ځینو تخصصي ادارو تاید کړې چې دا زلزله د شمالي کوریا د هایدروجني بم د ازموینې له کبله وه.

غبرګونونه

ولسمشر ټرمپ وايي د شمالي کوریا خبره او عمل سره فرق لري. وايي شمالي کوریا یو سرکښه هېواد دی چې لوی ګواښ ګرځېدلی دی.

د شمالي کوریا پر دغه کار ځینو هېوادنو او ملګرو یې هم انتقادونه کړي دي. روسیې د شمالي کار دغه ازموینه په کلکه غندلې ده او پر دواړو خواو یې غږ کړی چې ارام شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې پیونګ یانګ د نړیوالو اندېښنه له پامه وغورځوله او دا کار یې وکړ. جاپان له نړیوالو او ملګرو ملتونو غوښتي چې د شمالي کوریا د دغه اقدام په اړه دې جدي ګام واخلي.

شمالي کوریا تقریبآ خپله لومړنۍ اتومي ازموینه په ۲۰۰۶ کال کې وکړه او له هماغې را وروسته له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ ده، خو داسې ښکاري چې دغه هېواد د امریکا او نړۍ د بندیزونو پروا نه کوي.

XS
SM
MD
LG