د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکو د نیویارک له مشکوک بریدگر څخه تحقیقات پیل کړل


د نیویارک مشکوک بریدگر ٧ کاله دمخه د گرین کارت لاتري له لارې امریکا ته مهاجرت کړی و
د نیویارک مشکوک بریدگر ٧ کاله دمخه د گرین کارت لاتري له لارې امریکا ته مهاجرت کړی و

د نیویارک چارواکي له هغه کرایه شوي پک اپ موټر چلونکي څخه تحقیقات پیل کړي چې د یولسم سپتمبر له ترهگریزې پیښې وروسته په دې ښار کې تر ټولو خونړی برید ترسره کړ.

چارواکي وایي مشکوک بریدگر، ٢٩ کلن سیف الله سېپوف د هغه ټولنیزو رسنیو اوکونټونو سره اړیکه لري چې پکې د داعش په اړوند محتویات لري.

د خبري راپورونو له مخې د پیښې په ځای کې یو یاداشت موندل شوی چې مشکوک پکې د دې جهادي ډلې سره د بعیت ادعا کړې ده.

که څه هم تر اوسه د دې برید مسولیت په رسمي ډول کومې ترهگرې ډلې او په خاصه توگه داعش ندی اخیستی خو د ترهگرۍ برخې د کارپوهانو په وینا بریدگر ښایي د کومې ترهگرې ډلې نه الهام اخیستی وي. امریکایي چارواکو دا پیښه ترهگریز برید بللی.

د دې پیښې په ټپیانو کې دوه د ښونځي ماشومان هم شامل دي
د دې پیښې په ټپیانو کې دوه د ښونځي ماشومان هم شامل دي

پېښه د ویست سایت لویې لارې تر څنگ، چې د نړیوال تجارتي مرکز نه څو متره فاصله لري په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې یو کس په کرایه شوي لارۍ د سرک پر غاړه څو تنه بایسکل ځغلوونکي او لارویان ووهل او بیا د ښوونځي له یوه بس سره وجنګېد.

چارواکي مشکوک بریدگرچې د ټپي کېدو وروسته پولیسو نیولی، ۲۹ کلن سیف الله سیپوف ښودلی او د ازبکستان تبعه دی.

دا پیښه د هالووین په ورځ وشوه، چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو سره په خپل گاونډ کې گرځي او خواږه راټولوي.

خو د نیویارک خلک وایي چې دا ډول پیښې یې مخنیوی نه شي کولی.

د نیویارک والي ویلي چې بریدگر یوازې واو داسې نه ښکاره کیږي چې دا برید دې د یوې ترهگرۍ توطیې برخه وي.

بریدګر په ۲۰۱۰ کال کې په قانوني توګه امریکا ته مهاجر شوی و.

د نیویارک له پېښې سمدستي وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوئیت کې ولیکل چې په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې تر ماتې وروسته داعش ته باید د بیا ګرځېدو او امریکا ته د داخلېدو اجازه ورنکړل شي.

د ټوئيت په یوې برخې کې راغلي.

"ما د کورني امنیت وزارت ته حکم کړی چې زموږ د ارزونې شدید پروګرام نور هم سخت کړي."

د ازبکستان جمهور رئیس شکوت میرزایوف د چهارشنبې (نوامبر اول) دا برید بې رحمانه عمل بللی او ویلي چې حکومت یې د تحقیقاتو په برخې کې د هر ډول مرستې لپاره تیار دی.

همدا ډول نورو نړیوالو مشرانو هم د نیویارک برید غندلی دی.

د ارجنتاین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نیویارک په پرونۍ پیښه کې پنځه اتباع یې وژل شوي چې د مکتب د فراغت دیرشمه کلیزه یې لمانځله.

د بلجیم د صدراعظم معاون ویلي چې په وژل شویو کې د بلجیم یو تبعه هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG