د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې ته د ټرمپ تر حاضرېدو مخکې په نیویارک کې امنیتي‌تدابېر نیول شوي


ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ دوشنبې نیویارک ته ولاړ شې او سه شنبه محکمې ته حاضر شي چې پرې لګیدلي تورونه واوري.
ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ دوشنبې نیویارک ته ولاړ شې او سه شنبه محکمې ته حاضر شي چې پرې لګیدلي تورونه واوري.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د نیویارک په ښار کې محکمې ته حاضر شي، د دې ښار پولیسو د ټرمپ ټاور او منهاټن ناحیې جنایي محکمې شاوخوا سړکونه بند کړي او د اوسپنو خنډونه یې ځای پر ځای کړیدي.

ټرمپ به سه شنبه محکمې ته حاضر شي چې پرې لګیدلي تورونه واوري. هغه د متحده ایالاتو لومړنی پخوانی جمهور رئیس دی چې د جنایي تورونو سره مخ کیږي او دا تور پرې دی چې د بربنډو فلمونو یوې کارکوونکې ته یې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو پر مهال نغدې پیسې ورکړي.

د استازو مجلس یو غړي په ګډون د مخکني جمهور رئیس پلویانو ویلي چې د سه شنبې په ورځ به د نیویارک په ښار کې مظاهرې وکړي.

په همدې حال کې د نیویارک ښاري محکمې ویلي چې د ټرمپ د راتګ څخه وړاندې به د دې محکمې ځینې څانګې بندې وي.

پداسې حال کې چې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو د نیویارک ایالت د منهاټن ناحیې د څارنوال الوین براګ او هغه منصفه هیئت چې په ښاغلي ټرمپ یې په رسمي توګه تورونه لګولي، اعدام کیدل غوښتي خو د نیویارک د پولیسو څانګې ویلي چې ښار ته کوم ګواښ ندی متوجه.

د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه وروسته، ټرمپ یې نتایج ونه منل، د هغه پلویانو د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ.

دا ځل هم ښاغلي ټرمپ د خپلو پلویانو څخه د مظاهرو غوښتنه کړې خو ګڼ شمیر پلویانو یې اندیښنه ښودلې چې ښایي وبه نیول شي او له همدې کبله یې د مظاهرو په هکله د احتیاط غوښتنه کړې.

دونالډ ټرمپ تیره اوونۍ پخپلې Truth Social شبکې کې هم د خپلو پلویانو څخه د مظاهرو غوښتنه کړې وه. هغه لیکلي و، "مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید او د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ونیول شي." ټرمپ پخپلو پلویانو غږ کړی چې "مظاهره وکړئ، خپل ملت بیرته واخلئ"

بل پل بیا د نیویارک پولیسو ویلي چې د هر ډول حالت ځواب ویلو ته چمتو دي او ډاډ ورکوي چې هر څوک کولی شي په سوله ایزه توګه خپل حقونه عملي کړي.

د ډونالډ ټرمپ یو سلاکار هم ویلي چې ټاکل شوې هغه به دوشنبې د فلوریډا ایالت څخه نیویارک ته ولاړ شي او شپه په ټرمپ ټاور کې تیره کړي او د سه شنبې په سهار به محکمې ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG