دونالډ ټرمپ، چې د متحدو ایالتونو په حکومت کې او یا له وسله والو ځواکونو سره یې د کار هېڅ تجربه نلرله، په ۲۰۱۶ کال کې د جمهوري ریاست انتخابات وګټل او ولسمشر شو.
هغه څو ځلې تاریخ ساز شوی او له دې پلوه د رسنیو د خبرونو د سر ټکی ګرځېدلی دی.
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې دوه ځلې استیضاح شوی دی. هغه همدغه راز لومړی کس دی چې په ټاکنو کې مات شو، خو د خپل سیال کامیابي یې ونه منله.
دونالډ ټرمپ، چې اوس بیا د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو هلې ځلې کوي، یو ځل بیا تاریخ ساز شوی دی. دا ځل په نیویارک کې یو منصفه پلاوي هغه تورن کړی چې د ۲۰۱۶ د انتخاباتو په ورځو کې یې د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکېته ۱۳۰ زره ډالر حق السکوت ورکړي چې له «هغه سره یې د اړیکو کېسې دباندې» ونباسي.
دونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو لومړی ولسمشر نه دی چې له داسې قانوني سرخوږیو سره مخامخ کېږي.
په ۱۹۷۴ کال کې د هغه وخت ولسمشر ریچارډ نکسن هم له یو لړ جنايي تورونو سره مخامخ شوی و. هغه تورن شوی و چې د واټرګیټ په قضیه کې د عدلي او قضايي ادارو په مخکې یې خنډونه جوړ کړي دي.
نکسن له جمهوري ریاست څخه استعفا وکړه او د هغه ځای ناستي جرالد فورډ شپږ اوونۍ وروسته د نکسن د بخښنې فرمان صادر کړ.
همدغه راز په ۲۰۰۱ کال کې د ولسمشر بل کلنټن د وکالت جواز د هغه د جمهوري ریاست په وروستیو کې وځنډول شو. هغه تورن و چې له مونیکا لیونسکي سره یې د خپلې اړیکې په اړه چارواکو ته درواغ ویلي دي. لیونکسي د بل کلنټن د جمهوري ریاست په مهال په سپېنې ماڼۍ کې کار زده کاوه.
په نیویارک کې منصفه پلاوي ویلي دي چې دونالډ ټرمپ باید د لوڅو فلمونو کارکوونکې سټورمي دانیلز ته د حق السکوت لپاره د پېسو ورکولو له کبله تورن شي.
سټورمي دانیلز ادعا کوي چې څو کاله مخکې یې له دونالډ ټرمپ سره جنسي رابطه لرله او له همدې کبله هغې ته د حق السکوت لپاره پېسې ورکړل شوې، خو ټرمپ له دغې ښځې سره د جنسي اړیکو لرلو ادعا ردوي.
دونالډ ټرمپ د هغې ادعا له کبله هم له قانوني ستونزې سره مخامخ دی چې ګنې د جورجیا ایالت د ټاکنو د پایلو د تغیر هڅه یې کړې.
د ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ پلویانو د کانګرس په ودانۍ برید وکړ او ادعا کېږي چې ټرمپ په دغه برید کې هم نقش لري، هغه له همدې کبله هم له قانوني ستونزې سره مخامخ دی. دونالډ ټرمپ ویلي چې کوم غلط کار یې نه دی کړی.
په تېرې نیمې پېړۍ کې د متحدو ایالتونو اکثریت متقاعدو ولسمشرانو له سیاست څخه لېرې عادي ژوند پیل کړی، یا یې خیریه بنسټونه جوړ کړي او یا هم په غونډو کې عامه ویناوې کوي.
ریچارډ نکسن د جمهوریت ریاست له څوکۍ څخه تر استعفا وروسته کلونه کلونه غلی و، خو ورو ورو یې بیا د نړیوالو چارو په اړه څرګندونې پيل کړې او د ټرمپ په څېر د هغو سیاستوالو د ظهور خبر یې ورکړ چې د ده له مشاورانو څخه یې الهام اخیستی و.
د نکسن د استعفا غټ دلیل د هغه ثبت شوې خبرې چې نوموړي په ۱۹۹۲ کال کې په سپینې ماڼۍ کې لارښوونه کړې وه چې په واشنګټن ډي سي کې د واټرګیټ په ودانیو کې د دموکرات ګوند دفتر ته د اف بي آی د مامورینو ننوتل او د اسنادو غلا پټ وساتل شي.
خو تر ۱۹۷۴ کال پورې دا قضیه افشا شوه او ولسمشر ریچارډ نکسن او ځینې مشاورانو یې استعفا وکړه او ځینې نور یې ونیول شول.
د ریچارد نکسن په اړه د کتاب لیکوال جان فارل، چې دا کتاب یې په ۲۰۱۷ کې خپور شو، د نکسن د بخښنې فرمان له وخت څخه مخکې او بېړنی ګڼي. هغه وايي چې څارنوال لیون جاورسکي، چې د واټر ګیټ قضیه یې مخې ته وړله، وخت نلره چې د دغې قضیې ټول اړخونه وڅېړي.
نوموړي وویل: «نکسن ډېر اندېښمن چې تر قانوني تعقیب لاندې به ونیول شي، دومره اندېښمن چې صحت یې خراب شو.»
تمه کیږي چې دونالډ ټرمپ به د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه ونیول شي او محاکمه به شي، که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې ټرمپ به له کومو تورونو او ادعا شوي ناوړه چلند بسره مخامخ کېږي.
د سي ان ان تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې د ټرمپ پر ضد ۳۰ تورونه لګول شوي، خو امریکاغږ تر اوسه نده توانیدلې چې دا تورونه په خپلواکه توګه تائید کړي.
که ټرمپ حاضر شي چې محکمې ته ولاړ شي، باید لومړی په فلوریډا کې له خپل استوګنځي څخه نیویارک ته ولاړ شي او کله چې ونیول شو، محکمې ته له حاضرېدو مخکې به یې د ګوتو نښې اخیستل کېږي او د نورو تورنو کسانو په څېر به یې عکس اخیستل کېږي.
ځینو خبري سرچینو راپور ورکړی چې ټرمپ پلان لري د دوشنبې په ورځ نیویارک ایالت ته ولاړ شي او د سه شنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.
تېره اوونۍ د نیویارک د محکمې د منصفه هیت له پرېکړې وروسته ډونالډ ټرمپ د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې خبرداری ورکړ چې د ده پر ضد د رسمي تورونو اعلان به د "مرګ او تباهۍ" احتمال رامنځته کړې.