د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په سرحدي ملېشو پښتانه او بلوڅان وژني- پشتین


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین یو وار بیا د پاکستان حکومت له پښتنو سره به دوه ګوني چلند او د هغوی د حقونو په نه ورکولو تورن کړ.

منظور پشتین په ډېره اسمعیل خان کې په یوې غونډې کې له پښتنو وغوښتل تر څو د هغو حقونو تر لاسه کولو لپاره مبارزه وکړي کوم چې په اساسي قانون کې دوي ته منل شوي دي.

پشتین په خپلو خبرو کې ګڼې تاریخي پیښې یادې کړې او د پاکستان حکومت یې د اساسي قانون څخه په ګڼو سرغړونو تورن کړ. پشتین وایي چې د دولت او پښتنو تر منځ ټوله اړیکه په اساسي قانون ولاړه ده او که چیرته د پاکستان حکومت اساسي قانون د پښو لاندې کړي نو بیا د دوی او د دولت ترمنځ بل هیڅ نه پاتې کیږي.

منظور پشتین په مورنۍ ژبې د زده کړې نیولې تر سیاسي او اقتصادي ودې پورې تړلو ګڼو مهمو موضوع ګانو ته اشاره وکړله.

منظور پشتین وویل "نن ورځ مونږ خپل ملا پاینده او اېپي فقیر نه پیژنو خو علامه اقبال یې بیا په مطاله پاکستان کې په ټولو پيژندلی.

پاکستان پښتانه یواځې د خپل هیواد د دفاع لپاره جنګولي او د جنګ نه لاسته راغلې ګټې یې ټولې پنجاب ته وړي. " نوموړي همدغه راز تور ولګوه چې پاکستان د پښتنو او بلوڅانو د وژلو پلان جوړ کړی دی.

هغه وویل "په ۱۹۷۰ کې ډير لږ پښتانه د پاکستان د اردو په لیکو کې وو، د ۱۹۷۱ جګړې لپاره یې بیا ګڼ شمیر پښتانه د سرتیرو په شکل ونیول او چې څنګه جګړه ختمه شوه، دغه فیصدي یې بیا ټیټه کړله. اوس چې بیا د بلوڅانو او پښتنو د وژلو برنامه جوړه شوې، دغه تعداد یې زیات کړی. بلوڅان ګیله لري چې د دوي د ځپلو لپاره د پاکستان دولت سرحدي ملیشه (Frontier Corps) جوړه کړه او په همدغه پښتنو باندې بلوچان او پښتانه دواړه وژني. "

منظور پښتین همدغه راز د پښتنو په سیمو کې د بیا رغونې او پراختیايي پروګرامونو نشتوالي ته اشاره وکړه او وویل چې "د پاکستان ۱۱ لویې لارې (Motorway) په پنجاب کې دي او یواځې نیمه یې د پښتنو په سیمه پیښور کې جوړه کړې.

هغه وايي " دپښتونخوا د سیمې ټولو طبیعي زیرمو پروسس په فیصل آباد کې کیږي او دا ځکه چې ټولې کارخانې یې په فیصل آباد کې دي."

منظور پشتین د خپلو خبرو په پاې کې یو ځل بیا په پښتنو غږ وکړ چې د خپلو حقونو دفاع وکړي او په ځان بسیا شي.

XS
SM
MD
LG